د چاپیریال ساتنې اداره وايي، په وروستیو درېیو میاشتو کې یې د هغو ځایونو چې د هوا ککړتیا کې یې ونډه درلوده ۵۵۰۰ دوسیې څيړلي چې له دې ډلې ۱۷۲ د ۷۲۰ میلیونه افغانیو په ارزښت جریمه او ۱۶۶ لوړې ودانۍ تړل شوي دي.
د دې ادارې د معلوماتو له مخې په روان ژمي کې لوړو ودانیو، حمامونه، فابریکې، ښارګوټي، روغتونونه، هوټلونه، لامبو ځایونه او نانوایانو ډېره ککړتیا جوړه کړې ده.
د چاپیریال ساتنې مسلکي مرستیال عزت الله صدیقي وايي، د کابل نورو برخو پرتله لویدیځ کې هوا ډېره ککړه ده.
دی زیاتوي: "اوس هم د هوا ککړتیا په تېرو دوو میاشتو کې له سڼنډرډ کچې لوړه ده، پنځه ګازونه چې د هوا ککړتیا کې رول لري، زموږ دستګاوې ښيي چې له سټنډرډ حالته لوړ دي."
دا اداره وايي، د دوی د هڅو په پایله کې تر دې دمه ۱۳۵ لوړو ودانیو او ۱۰ ښارګوټي د هوا پاکولو سیسټم نصب کړی، خو له دې وړاندې مرستیال ویلي و چې لوړې ودانۍ د شپې را رسېدو سره د هوا پاکولو سیسټم ګُل کوي.
دا په داسې حال کې ده چې په دې وروستیو کې د هوا ککړتیا له امله د پلازمېنې ډېری اوسیدونکي په تنفسي ناروغیو اخته شوي دي.
د کابل نورو برخو پرتله لویدیځ کې هوا ډېره ککړه ده.
د کابل ښار اوسیدونکې سلسله وايي، د هوا په ککړتیا کې د دولت پرتله عام خلک ډېر ګرم دي.
نوموړې زیاتوي: "د هوا ککړتیا ډېره ده، د سوځېدو توکي غیر معیاري دي، حکومت دې برخه کې هېڅ پاملرنه نه کوي. خلک تل له دې برخې په تنګ وو، هرکال ډېری کسان د هوا ککړتیا له امله مړه کېږي."
په ورته وخت کې د چاپيریال ساتنې اداره وايي، د سږ کال ورښتونه د دې لامل شوي چې د تېر کال پرتله د هوا ککړتیا کمه شي.
د دې ادارې مرستیال عزت الله صدیقي د راتلونکو پنځو کلونو لپاره هغه پلان ته هم اشاره وکړه چې د کابینې له خوا تصویب شوې، په دې پلان کې د هوا ککړتیا ۵۰ لاملونه تشخیص شوي چې تطبیق به یې په کابل کې اوږدې مودې کې د هوا ککړتیا تر ډېره را کمه کړي.
د رسمي معلوماتو له مخې کابل څه باندې پنځه میلیونه نفوس درلودو سره په نړۍ کې ککړ ښار ګڼل کېږي.
که څه هم هر کال حکومتي بنسټونه د هوا ککړتیا سره د جدي مبارزې خبر ورکوي، خو خلک په دې باور دي چې د هوا ککړتیا برخه کې هېڅ کوم د پام وړ بدلون نه دی راغلی.