راشدخان: کله مې چې د افغانستان لپاره د اسيا جام وګاټه بیا د واده پرېکړه کوم

Your browser doesn’t support HTML5

راشد خان وايي چې اوس‌يې د زيات کرکټ له امله ژوند بوخت دی او کله چې افغانستان نړيوال جام او يا هم اسيا جام وګټي له هغه وروسته به د واده او کوژدې په اړه اقدام کوي.
دی اوس په خپله شخصي اکاډمۍ کې د نویو ځوانانو په روزلو بوخت دی.
د ازادۍ راډيو خبريال فريد الله سعادت ورسره پخوا دا مرکه کړې، راشد خان اوس د شل اوریزو لوبو د لسیزې غوره لوبغاړي جایزه ګټلې ده.