ايا ټېلېګرام کې کرکه خپرېږي؟

The Telegram logo is seen on a screen of a smartphone - generic

پر انټرنېټ د خواله او تماسونو ګڼې لارې جوړې شوې دي چې یوه یې ټېلېګرام نومېږي.

په ۲۰۲۰ کال کې چې له محدودیتونو او ناامنیو ډک و، ټېلېګرام هغو مستبدو رژیمونو ته چې غوښتل یې دا ټولنیزه شبکه بنده او خاموشه کړي یو روښانه پیغام ورکړ.

دې ټولنیزې شبکې په ۲۰۲۰ کال کې د یوه اَپ په جوړولو سره د آزادې وینا غږ اوچت کړ چې د استبدادي حکومتونو تر غوږونو پورې ورسېد.

په افغانستان کې د حکومت مخالفین او سیاسي فعالان د آزادو رسنیو له لارې خبرې کوي او عام افغانان هم د ټولنیزو شبکو له لارې کولای شي د حکومت پر اجراآتو انتقادونه وکړي خو د روسیې، ایران او چین په څېر هېوادونو کې هغوی چې د خپل غږ او چتولو جرات کوي، له ناوړه عواقبو سره مخامخ کېږي.

ټېلېګرام سږکال په بیلاروس کې د اپوزیسیون له اعتراضونو نیولې، په روسیه او ایران کې پر آزادو رسنیو له محدودیتونو سره سره د آزادو مالوماتو تر خپراوي پورې، د نړۍ په کچه په ډېرو مسایلو کې مهم رول ولوباوه.

ټېلېګرام په دې هېوادونو کې د دولت په مقابله کې د اپوزیسیون تر ټولو اغېزمنه وسیله وه او هغه مهال یې شهرت نور هم زیات شو چې روسي چارواکو د دې شبکې د بندولو لپاره له دوه کلنو بې ګټې هڅو وروسته له دې هلو ځلو لاس په سر شول او حتی جګپوړو چارواکو یې په خپله کار ترې واخیست.

په بېلاروس کې د اګست د نهمې د انتخاباتو په درشل کې چې د اپوزیسیون بېوسې کاندیدان د دې هېواد د واکمن الکساندر لوکاشینکا پرضد درېدلي وو، چارواکو د مخالفینو د ټېلېګرام اکاونټونو د چلوونکو د وېرولو لپاره ډېرې هڅې وکړې خو داسې وخت هم راغی چې لوکاشینکا د ټېلېګرام اغیز او زور ومانه او په خپله یې د ټېلېګرام د دولتي اکاونټ کارول پیل کړل.

مينسک کې د لاريون کوونکو انځور

له ټېلېګرام څخه یوازې اعتراض کوونکي او خپلواکې رسنۍ کار نه اخلي بلکې تروریستان، د کرکې خپروونکې او نورې ورانکارې ډلې یې هم له خوندي ډله ییز چټ څخه، خلکو ته له سانسور پرته د خپلو پیغامونو د رسولو لپاره کار اخلي.

مسکو د تروریزم پرضد د مبارزې په پلمه د هغو کسانو د معلوماتو کلي غوښته چې روسي چارواکو تروریستان بلل.

په دې ترڅ کې یې له هرڅه مخکې د ټېلېګرام د هغې تبصرې د لیکوال په اړه معلومات غوښتل چې دوی ویل په ۲۰۱۷ کال کې یې په سانټ پیترزبورګ کې انتحاري برید وکړ.

پر ټېلېګرام له پراخو سره سره اوس هم د تاوتریخوالي، جنایت او ناوړه چلند ښودونکي مطالب خپرېږي.

یو شمېر چینلونه په نیوزیلنډ کې پر یوه جومات د برید پوره ویډیو ښيي.

په ښوونځیو کې د ډزو د پېښو، په لارو کوڅو کې پر خلکو د ګولیو او چړو د ګوزارونو او وهلو ټکولو او نورو ناروا کارونو بشپړې ویډیوګانې هم پر ټېلېګرام موندل کېږي.

د مثال په توګه په یوه ویډیو کې یو نامتو بدمعاش د پیسو په بدل کې خپله د ژوند ملګرې تر صفر په ټیټه درجه یخنۍ کې له کوره باسي.

د ۲۰۲۰ کال په اوږدو کې پرله پسې دا انتقاد کېده چې ټېلېګرام د داعش په څېر د ورانکارو ډلو د ناوړه تبلیغاتو د مخنیوي په برخه کې لازم اقدامات نه کوي خو وروسته یې پر داعش ډلې د څار داسې یو سیسټم جوړ کړ چې د تروریستي ډلو د تبلیغاتي مطالبو پرضد یې هره ورځ وروستي مالومات خپرول.

د اروپايي ټولنې پولیسو یوروپول د ۲۰۱۹ کال په پای کې د دې اقدام په ملاتړ غږ اوچت کړ او ویې ویل چې ټېلېګرام د تشدد، جنایت او ناوړه فعالیتونو ځای نه دی.