د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
پنجشنبه ۶ غویی ۱۴۰۳ کابل ۰۸:۳۷

سخت دريځې ډلې څنګه په خلکو کې خپل تبليغات خپروي؟


ولسمشر محمد اشرف غني په دې وروستيو کې د انټرنټي جرمونو قانون توشېح کړ.

دا قانون داسې مهال توشېح او نافذ شو چې په ټولنیزو رسنیو کې د ملي او شخصي ګټو پر ضد نشرات زیات شوي دي.

په افغانستان کې وسله‌والو ډلو نه‌يوازې خپل ترهګریز بريدونه زیات کړي، بلکې د ځوانانو سخت دريځه کولو او د خپلو فعاليتونو پروپاګند ته‌يې هم پام زيات کړی دی.

د اقتصاد او سولې انسټټیوت له‌خوا د خپاره شوي نړيوال ترورېزم د جدول له مخې افغانستان له عراقه وروسته په ټوله نړۍ کې له ترورېزم څخه اغېزمنېدونکی دوهم هېواد دی.

طالبانو په افغانستان کې له ۱۹۹۶ څخه تر ۲۰۰۱ میلادي کال پورې د خپل رژيم پر مهال پر هر ډول عکسونو خپرېدو، ټلوېزيون او انټرنټ بنديز لګولی وو.

دا هر څه‌يې غير اسلامي بلل، خو وروسته له هغه چې رژيم‌یې سقوط وکړ، اوس دا ټولې لارې د خپلو تبليغاتو لپاره کاروي.

طالبانو د وېب‌پاڼو، پر ټولنيزو رسنیو د اکاونټونو او پيغام رسوونکو لارو چارو تر کارولو وروسته، اوس په اېنډرائيد ټیليفوني سيسټم کې يو اپ هم جوړ کړی دی.

په دې اپ کې یې ورځني خبرونه، مقالې، ترانې او وېډيوګانې خپرېږي.

د امريکا د خپرونو بورډ "Board of Broadcast Governance" د يوې سروې له مخې په افغانستان کې د کليو نېږدې ۶۰ فیصده خلک د معلوماتو لپاره راډيو اوري.

طالبانو له همدې کبله د انټرنټ کارولو تر څنګ په غږیز او چاپي ډول لکه مجلو او شب‌نامو هم خپل تبليغ او تهديدونو ته دوام ورکړی دی.

دوی د موبايل ټيليفونونو او کسټونو له لارې خپل غږيز او وېډيويي تبليغات تر خلکو رسوي او په ډېری مواردو کې خلکو ته تهديد کوي او پر هغوی فشار راوړي.

په امريکا کې د افغانستان سفارت کلتوري اتشه مجيد قرار چې پر ټولنيزو رسنيو د طالبانو پر فعالیت نظر ساتي، وايي:

"که په ټوله کې ووايو، د دوی کار پر شخصي ابتکار باندې بنا دی. دوی مثلاً زموږ د سيمې يو-يو سړی پېژني چې دا اربکی دی يا د فلاني زوی دی يا په فلاني ځای کې کار کوي. او هغه سړی په فېسبوک کې تعقيبوي او ورته پيغام پرېږدي چې له موږ سره همکاري وکړه، راسره یو ځای شه."

امريکا کې د افغانستان سفارت کلتوري اتشه مجيد قرار
امريکا کې د افغانستان سفارت کلتوري اتشه مجيد قرار

د ټکنالوژۍ له پرمختګ سره طالبانو د انټرنټ څخه استفاده هم زیاته کړې ده.

دوی په پنځو ژبو، انګلیسي، پښتو، دري، اردو او عربي وېب‌پاڼې لري.

د کرايسيس ګروپ څېړونکي ادارې د یوه راپور له مخې طالبان د عربې ژبې برخې ته ځکه زيات پام کوي چې د نړيوالو ترورېستي ډلو او احتمالي مالي مرسته کوونکو توجه جلب کړي.

د جګړې او سولې د انسټټیوټ څېړونکی حکمت‌الله اعظمي وايي، سخت دريځې ډلې د خلکو پر احساساتو راپارولو او د هغو د مغزو پر پرېولو ډېر تمرکز کوي.

دی وایي، طالبان د فزيکې او ټولنيزو رسنيو له طريقه خلک سخت دريځۍ ته هڅوي.

د جګړې او سولې د انسټټیوټ څېړونکی حکمت‌الله اعظمي
د جګړې او سولې د انسټټیوټ څېړونکی حکمت‌الله اعظمي

ښاغلي اعظمي زیاته کړه:

"طالبان په مساجدو کې خلک راټول کړي او هغوی ته تبليغ کوي. دا په هغو سيمو کې کېږي چې د افغان دولت له کنټروله وتلې دي او طالبان له دې څخه په استفاده خپل تبليغيان استوي چې خلک جلب کړي. دوهم ټولنيزې رسنۍ دي. دوی له ټولنيزو رسنيو په هغه صورت کې استفاده کوي چې يا خپل پيغام خلکو ته واستوي او يا هم احتمالي خلک ورسره يوځای کړي او دا په ښارونو کې چې هلته طالبان له خلکو سره مخامخ نه‌شي کتلی."

طالبانو د خپل حکومت پر مهال يوازې يوه راډيو او دوه ورځپاڼې درلودې، خو اوس د دوو رسمي وياندويانو تر څنګ د مطبوعاتو د سم انسجام لپاره‌يې د فرهنګي او نشراتو کمېسیون جوړ کړی دی چې اعلان‌يې د دوی پر رسمي وېب‌پاڼه هم شته.

ښاغلی اعظمي وايي چې طالبانو د ۲۰۱۷ میلادي کال په اجنډا کې د رسنیو کارولو ته زياته پاملرنه شامله کړه.

دی وايي، طالبان د رسنیو په برخه کې ځانګړې بودجه لري او تمرکز يې نه‌يوازې خلکو ته د طالبانو د جنګي لاسته راوړنو پر ښودلو دی، بلکې د خلکو په زړونو کې ځان ته پر ځای موندلو هم دی.

طالبان پر ټولنيزو رسنیو لکه فېس‌بوک او ټويټر ګڼې پاڼې او اکاونټونه لري.

کله چې دوی کومه نوې وېډيو يا اعلاميه خپره کړي، نو دا پاڼې او اکاونټونه‌يې په پوره هماهنګۍ سره يو پر بل پسې خپروي.

​ښاغلي مجيد قرار پر ټولنيزو رسنيو د طالبانو د انسجام تر شا د دلايلو په اړه وايي:

"طالبان پر ټولنيزو رسنيو ګروپونه لري، هلته مشوره کوي او بیا دباندې راوځي او تبليغات کوي. دوی په ګروپ کې پرېکړه کوي او په يوه خاص هدف پسې په مستعارو اکاونټونو ورځي او خپل فشار اچوي يا کمپاين کوي. دوی دفتر لري، کمپيوټرونه ورته پراته وي."

طالبان د موبايل ټیليفونونو له لارې په پيغامونو کې خلکو ته وېډيوګانې لېږي.

دوی همداراز پيغام لېږونکي اپلېکېشنونه لکه «وټس اپ»، «ټېلېګرام» او «وایبر» هم کاروي.

اکثره له دې لارو د خپلو تبليغاتو، بريدونو، ځمکو د نيولو او روزنې غږيز او انځوریز پيغامونه لېږي.

څېړونکی حکمت اعظمي چې داسې وېډيوګانې او پيغامونه‌يې لیدلي دي وايي:

"دوی خلکو ته د کنسرتونو وېډیو ښکاره کوي چې دا کنسرتونه وګورئ، د ښځو کنسرتونه ورته ښکاره کوي چې داسې حال دی او يا د ځينو محفلونو وېډيو چې ان هغه افغانان نه‌وي، خو ځکه چې دوی د خلکو مغزونه وينځي نو هغوی نه‌پوهېږي د کوم ځای وېډيو ده."

  • په تاکتيکونو کې تغيیر

طالبانو تر تېر کال پورې په خپلو خپرونو کې د بهرنيو ځواکونو مسئله ډېره راپورته کوله او خپل تبليغات‌يې پر دوی متمرکز کړي وو، خو کله چې مخکېني امريکايي ولسمشر بارک اوباما له افغانستانه د بهرنيو ځواکونو ايستل پيل کړل، د طالبانو تبليغاتي تاکتيکونه هم بدل شول.

ښاغلی قرار وايي، طالبانو د عمومي خبرو پر ځای پر جزئیاتو تمرکز زیات کړ.

دی وايي، د بهرنیو ځواکونو تر وتلو وروسته دوی وپوهېدل چې دا خبره دومره زور نه‌اخلي، نو هغه وخت دوی پر اخلاقي موضوعاتو تمرکز وکړ.

دی زیاتوي:

"د دوی تمرکز تر امریکايي او هر چا زيات پر محلي پوليس او اشخاصو وو، ځکه دوی د هغو له اغېزمنتيا هم ډارېدل. جرمي اړخ‌يې زیات راواخیست ځکه غوښتل‌يې د نظام څېره مجرمانه کړي ځکه دوی خپلې جګړې ته باید مشروعيت ورکړی وی چې د بهرنیانو په حضور کې وو، نو دوی جرمي مسایل ډېر زیات مطرح کړل."

طالبانو په ۲۰۱۱ میلادي کال کې د خپلې وېب‌پاڼې د مدیر عبدالستار ميوندي مرکه خپره کړې وه.

نوموړي ويلي و چې اوسنۍ جګړې له مطبوعاتو پرته نه‌شي ګټل کېدای.

د هغه په وينا په جګړه کې بريا يوازې هغه وخت ممکنه ده چې زړونه او فکرونه وګټل شي.

طالبان د دې کار لپاره ټولنيز مطبوعات په پراخ ډول کاروي، خو ټولنيز مطبوعات لکه فېس‌بوک او ټويټر هغه اکاونټونه بندوي چې خلک تشدد ته هڅوي.

طالبان له همدې بېرې ډېر اکاونټونه لري چې يو بند شي نو بل فعاله ساتي.

ټويټر او فېس‌بوک له خلکو غواړي چې د ترهګرو زيانمنونکي اکاونټونه ورته راپور کړي.

د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوژۍ کارپوه اصف حبيبي وايي، په دې اړه افغان حکومت هم بايد لاس په کار شي او د ټولنيزو رسنیو شرکتونو ته د رسمي غوښتنليک په لېږلو سره د طالبانو د تبليغ د مخنيوي غوښتنه وکړي.

د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوژۍ کارپوه اصف حبيبي
د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوژۍ کارپوه اصف حبيبي

ښاغلی حبیبي وايي:

"بايد ځيني قوانين په هېوادونو کې موجود وي چې د هغو قوانينو په رڼا کې د ټکنالوژۍ له منفي اړخ څخه مثبت اړخ ډېر وي. د هر هېواد مقننه قوه او اجرائيه قوه سياسي اجماع ولري او د ټکنالوژۍ کارکوونکي پرې نه‌ږدي چې منفي موضوعات ډېر تر خپل پوښښ لاندې ونيسي او تر څنګ دې رسنیو او مدني ټولنو ته قناعت ورکړي چې د ټکنالوژۍ د منفي کارولو مخنیوی په دې معنی نه‌دی چې د دوی رسنۍ یا ټولنيزې شبکې دې سانسور شي. بل اړخ‌یې خپله ولس دی. کله چې موږ په یوه هېواد کې ژوند کوو د هغه هېواد ملي ګټو ته باید ژمن هم واوسو."

د طالبانو په اړه ويل کېږي چې د دوی اکثره غړي يوازې د مدرسو فارغين دي او په عصري ټکنالوژۍ ډېر نه‌پوهيږي، خو لکه څنګه چې لیدل کېږي دغې ډلې یو منظم مطبوعاتي تبليغ پر مخ روان کړی دی.

افغان چارواکي وايي، د دې علت د طالبانو سره د بهرنيو استخباراتو مرسته ده.

پر افغان حکومت نيوکه کېږي چې د دوی د عامه اړيکو ستراتېژي هم ډېره کمزورې ده.

په دې اړه مو د حکومت د رسنیو له رئیس سره د خبرو هڅې وکړې خو ونه‌توانېدو چې د حکومت د عامه اړيکو د ستراتېژۍ او د سخت دريځو د پروپاګند د مخنيوي لپاره د حکومت د پلان په اړه ورسره خبرې وکړو.

خو د دفاع وزارت وياند جنرال دولت وزيري وايي:

"کاملاً موږ په دې هکله ډېر کار کړی دی. د دوی ډېر اکاونټونه زموږ د مخابراتو د وزارت له‌خوا بند شوي دي. زموږ د امنيت عمومي رياست هم په دې هکله کار کوي او کوم اکاونټونه چې پيدا کړي هغه بندوي او د دوی اکاونټونه تر ډېره حده پورې بند شوي دي او پر دې موږ کار کوو."

د دفاع وزارت وياند جنرال دولت وزيري
د دفاع وزارت وياند جنرال دولت وزيري

په افغانستان کې د بوروکراسۍ له کبله د حکومت مطبوعات هغومره اغېزمن نه‌ګڼل کېږي.

افغان چارواکي د بوروکراسۍ او سياسي ملحوظاتو له کبله آن اعلاميې ژر نه‌خپروي.

همداراز که يوه پېښه وشي نو امنيتي ځواکونه د قانوني محدوديتونو له کبله نه‌شي کولای چې د جګړې له سيمې عکسونه او وېډيوګانې خپرې کړي، خو طالبان داسې کوم محدوديت نه‌لري.

همدا لامل دی چې طالبان خلکو ته ژر رسېږي.

د افغانستان د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوژۍ وزارت چارواکي وايي، دوی هڅې کوي چې لږ تر لږه پر انټرنټ د طالبانو د تبليغ مخه ونيسي.

د دې وزارت سرپرست وزير سید احمد شاه سادات وايي، په دې اړه د جدي ګامونو اخیستو پلان لري.

هغه زياتوي د دې لپاره‌يې يو نوی قانون هم جوړ کړی دی.

نوموړی زیاتوي:

"ټول ارګانونه همغږي شول چې په راتلونکو څو اوونیو کې به ټول هغه سايټونه او ټولنيزې رسنۍ چې د افغانستان د دولت پر خلاف فعالیت کوي، په افغانستان کې به ټول بند شي. په نوي قانون کې د جزا کود کار نهايي شو او د هغه مطابق ۲۸ مادې نهايي شوې دي چې په هغې کې هر هغه څوک چې د انټرنټ له لارې تبليغات کوي د دولت پر خلاف يا شخصیت وژنه کوي، د ټولو سزا په‌کې معلومه ده. مخکې د کوم قانون له مخې سزا نه‌شوی ورکول کېدای او اوس به ورکول کېږي."

نوموړی په داسې حال کې د طالبانو د تبليغ د مخنيوي خبره کوي چې دغې وسله‌والې ډلې پر خپله وېب‌پاڼه تېره مياشت ليکلي چې سږ کال‌يې ۷۷ وېډيوګانې، لسګونه غږېز پيغامونه او په سلګونو ليکنې خپرې کړې دي.

راپور: ملالۍ بشير

XS
SM
MD
LG