د شاه پسند عمر جنازه خاورو ته وسپارل شوه

شاه پسند عمر

د افغانستان د تجربه کار ژورنالست او فرهنګي شخصیت شاه پسند عمر جنازه نن جمعه په مسکو کې خاورو ته وسپارل شوه.

شاه پسند عمر چې د ډسمبر میاشتې له لومړیو ناروغ و، د پنج شنبې په ورځ یې د ورپېښې ناروغۍ له کبله ساه ورکړه.

ارواښاد عمر کلونه مخکې له مسکوه د ازادۍ راډیو د خبریال په توګه د فرید عمر په نوم د دغه هېواد پر روانو چارو راپورونه ورکول.

شاه پسند عمر چې حربي ښوونځی یې لوستی و او په مسلکي لحاظ منصبدار و، له لیکوالۍ او ژورنالستیکو فعالیتونو سره یې هم مینه درلوده.