د کاپیسا پولیس: د نجراب پر لار ۳ وسله وال غله نیول شوي

د افغانستان په نقشه کې د کاپیسا ولایت

د کاپیسا ولایت پولیس وايي، د نجراب ولسوالۍ پر لار یې درې وسله وال غله نیولي دي.

د کاپیسا د امنیې قوماندانۍ د جنايي جرمونو پر وړاندې د مبارزې عمومي مدیر سباوون کوهستاني نن جمعه ازادي راډیو ته وویل: "دغو درېیو کسانو سره وسلې هم نیول شوي دي او دوی په دې شک نیول شوي چې مخکې یې د مسافرو د مالونو په لوټ تالان کې لاس درلود."

پرون د نجراب ولسوالۍ پر لار ځینو تلونکو مسافرو شکایت کړی و چې وسله وال غله یې مالونه شوکوي.