په لوګر کې د ۴۶ میلیونه افغانیو په ارزښت د پلم علم ښاروالۍ ودانۍ او د یو سړک چارې بشپړې شوې.
د لوګر والي محمد اجمل شاپور وایي چې د پل علم ښاروالۍ ادارې ودانۍ په څلورو پوړونو کې په ۵۶۴،۲۵ متره مربع ځمکه کې د نږدې ۲۴ میلیونه افغانیو په لګښت رغول شوې چې لګښت یې د ښاروالۍ د پراختیایي بودیجې څخه ورکړل شوې.
دی وایي، د دې ودانۍ چارې په یوه کال کې بشپړې شوي چې د ۱۵ اداري خونو سربېره په کې یو مېلمستون، د غونډو تالار او نورې اړینې برخې رغول شوي دي.
دده په خبره د دې ودانۍ په پرانېستو سره به د ښاروالۍ ریاست د کار کوونکو او مراجعینو ډېرې ستونزې حل شي.
په همدې مهال د دې ولایت په مرکز پل علم ښار کې د یو نیم کیلو متر په اوږدوالي د یوه سړک د جوړېدو چارې هم بشپړې شوې چې په دغه پروژه، له تشویقي بودیجې څخه نږدې ۲۲ میلیونه افغانۍ لګښت راغلی او چارې یې په ۶ میاشتو کې بشپړې شوي دي.