په هرات کې یو شمېر کسانو د یوه وژل شوي ځوان جنازه د ولایت د ودانۍ مخته اېښې او ادعا کوي چې امر بالمعروف غیر رسمي ډلې دا کس په ګازرګاه سیمه کې وژلی دی.
د وژل شوي زمري نومي ځوان، پلار امیر جان وايي چې د مجیب الرحمن انصاري تره د ده له زوی سره پرون اړیکه نیولې وه او لږ وروسته یې د هغه مړی راووړ.
په هرات کې د ګازرګاه د جامع جومات خطیب مجیب الرحمن انصاري د
امرباالمعروف او نهي عنی المنکر په نوم یوه ډله یو کال مخکې جوړه کړه.
ملا انصاري ته نږدې کسانو ازادي راډیو سره په خبرو کې په یاده پېښه کې لاس لرل رد کړي او ویلي یې دي چې د هرات پولیس باید په دې تړاو وغږیږي.
د هرات د امنیه قوماندانۍ ویاند عبدالاحد ولي زاده ازادي راډیو ته وویل چې پولیسو د ګازرګاه په سیمه کې د یوه ځوان مړی پيدا کړی دی.
هغه ویلي، د پېښې په اړه څېړنې روانې دي.