د کابل د فوټسال لیګ؛ 'وي.ای.پي' او  ظاهر اسد لوبډلې سره مخ شوي

ارشیف، عکس تئزیني بڼه لري

د کابل د فوټسال غوره لیګ د ګروپي سیالیو په لړ کې نن یکشنبه( د لېندۍ ۱۶مه) سهار له لومړي ګروپه 'وي.ای.پي' او ظاهر اسد لوبډلې سره مخ شوي.

د فوټبال فدراسیون ویاند فیروز مشعوف نن ازادي راډیو ته وویل چې 'وي.ای.پي' لوبډله د ١٠ امتیازونو په ترلاسه کولو نیمه پایلوبې ته ووته.

په یادو سیالیو کې ظاهر اسد لوبډلې ٧ امتیاز ترلاسه کړل چې باید بل پړاو ته د لار موندلو په هدف د سې شنبې په ورځ شریفي سپورټ ټیم سره ولوبېږي.

په یادو سیالیو کې لسو ټیمونو برخه اخېستې او لس ورځې وړاندې پیل شوي چې د چهارشنبی تر ورځې به دوام وکړي.