د ارزګان چارواکي وايي، د دې ولایت د دهراود ولسوالۍکې طالبانو د خلکو په مرسته د دارلمعلمینو ودانۍ چور کړې.
د ارزګان ولایت چارواکي زیاتوي، طالبانو دغه ودانۍ د ولسوالۍ تر سقوط وروسته چور کړه.
د دغي ودانۍ د چور ویډويي چې ټولنیزو رسنیو ته راوتلې د خلکو يي سخت غبرګونونه راپارولي دي.
ددې ویډیو په اړه وسله والو طالبانو لا تر اوسه څه نه دي ویلي.
په دې اړه نور حال د ترینکوټ څخه د ازادي راډيو خبریال شریف الله شرافت په دې راپور کې چې د لاندې لېنک په کېکاږلو سره یې اورېدلی شئ:
Your browser doesn’t support HTML5