"کندهار کې له ښځو سره د تاوتریخوالي ۱۳۸ قضیې ثبت شوي"

ارشیف

په کندهار کې د ښځو چارو ریاست په وینا سږ کال تر اوسه له ښځو سره د تاوتریخوالي ۱۳۸ قضیې ثبت شوي چې اجباري ودونه، وهل او په بدو کې ورکول او یو شمېر نور ناوړه دودنه په‌کې شامل دي.

له ښځو سره د تشدد د مخنیوي په هدف د کندهار د ښځو چارو د ریاست او «یو اېس اې ای ډي» مؤسسې په همکارۍ د ګډ ورکشاپ په ترڅ کې چارواکو دا خبره وکړه.

دا ورکشاپ د ۱۶ ورځو په مخه و چې پرون پای ته ورسېد.

د کندهار د ښځو چارو رئیسې رقیه اڅکزۍ وویل چې روان کال د ښځو د حقونو د خوندیتوب او ورکړې په هدف ۱،۲۰۰ ښځو او نارینه‌وو د عامه پوهاوي په ورکشاپونو کې برخه اخیستې ده او دا لړۍ دوام لري.