اروپايي ټولنه: ایران دې د اټومي تړون له سرغړونې لاس واخلي

د ایران د اټومي وسلو یو انځور

د ایران د اټومي تړون اروپايي غړیو له دغه هېواده وغوښتل چې د اټومي تړون له سرغړونې لاس واخلي.

د بریتانیا، جرمني او فرانسې د بهرنیو چارو وزیران په برلین کې د ایران د اټومي تړون په اړه د جنجالونو د حل کولو لپاره بېړنۍ غونډه کوي.

د جرمني د باندنیو چارو وزارت ویندویې اندریس ساسې پرون (دوشنبه) وویل، له خپلو متحدانو سره په ګډه له ایرانه غواړي چې له اټومي موافقې سرغړونه ودروي او خپلې اټومي ژمنې په بشپړ ‌ډول عملي کړي.

دې همداراز وویل: "زموږ په نظر ایران په منظم ډول د عمل د ګډ هراړخیز پلان سرغړونه کوي، له خپلو شریکانو سره، البته په ځانګړي ډول له خپلو اروپايي شریکانو سره په ګډه موږ له ایرانه په کلکه غواړو چې د موافقې سرغړونې ودروي او د اتومي پروګرام په برخه کې د خپلو ټولو تخنیکي ژمنو بشپړ تطبیق له سره پیل کړي، په غونډه کې به په توغندويي پروګرام او د ایران پر سیمه ییز رول هم خبرې وشي."

دا غونډه یوازې څو ورځې وروسته له دې دایرېږي چې د اټومي انرژۍ نړیوالې ادارې په دې اندېښنه ښکاره کړه چې ایران سنتریفیوژنونو ته ګاز تزریق کړي دي.

د اټومي انرژۍ نړیوالې ادارې د ایران دا اقدام د هغه محدودیت خلاف وباله چې په اټومي تړون کې ایران ته ټاکل شوی دی.

فرانسې، بریتانیا او جرمني، چې د ایران د اټومي تړون اروپايي غړي دي، تر دې وړاندې هم تېره اوونۍ په یوه ګډه اعلامیه کې د اتومي فعالیتونو په برخه کې د ایران پر وروستیو فعالیتونو ژوره اندېښنه ښکاره کړې وه او له تهرانه یې غوښتي و چې پر خپلو ژمنو عمل وکړي.

د ایران د بهرنیو چارو وزارت ویندوی سعید خطیب زاده د جرمني، بریتانیا او فرانسې د اندېښنې په ځواب کې ویلي، هیله لري چې دا هیوادونه د ایران او سترو قدرتونو ترمنځ د موافقې بشپړې اجرا ته بېرته راوګرځي او خپلې ژمنې عملي کړي.