اشرف غني د پاکستاني چارواکي سره پر "اپټا" وغږېد

جمهوررئیس غني د پانګونې او سوداګرۍ چارو کې د پاکستان د لومړي وزیر سلاکار سره وکتل

جمهور رئیس غني د پانګونې او سوداګرۍ په چارو کې د پاکستان د لومړي وزیر سلاکار سره د سوداګرۍ او ټرانزیټ د ستونزو په هواري ټینګار وکړ.

جمهوري ریاست نن په یو بیان کې ویلي چې ولسمشر غني د پانګونې او سوداګرۍ په چارو کې د پاکستان د لومړي وزیر سلاکار عبدالرزاق داوود او پلاوي سره د افغانستان او پاکستان د ټرانزیټ او سوداګرۍ په هوکړه لیک "اپټا" کې د شته ستونزو او ننګونو او په دغه هوکړه لیک کې د تعدیلاتو په اړه، خبرې کړي.

ولسمشر غني ټینګار کړی چې د سیمې د اقتصادي پراختیا لپاره باید خپل لیدلوری برابر کړو او هغه تخنیکي ننګونې چې د ستراتېژیکو همکاریو او د دغه لیدلوري د تطبیق خنډ ګرځي، باید لېرې کړو.

ولسمشر غني همدارنګه ویلي چې افغان سوداګر د پاکستان په ګمرکونو او بندرونو کې له زیاتو ننګونو سره مخ دي چې د دوی د زړه ماتوالي لامل ګرځي.

په بيان کې راغلي جمهور رئیس په دغه کتنه کې ټینګار وکړ چې دواړه هېوادونه باید د کاسا زر، ټاپ او ټاپې په ګډون پر سترو اقتصادي پروژو زیات تمرکز وکړي.

د پاکستان دغه پلاوی د یکشنبې په ورځ کابل ته راغلی او له افغان چارواکو او سواګرو سره یې د سوداکرۍ او ټرانزيټ په برخه کې د ستونزو د هواري ژمنه کړې ده.