د پاکستان یوې اسلامي ډلې اسلام اباد ته د تګ یوه لاره پرانيسته

د تحریک لبیک د ډلې پلویان

د پاکستان یوې اسلامي ډلې نن سې شنبه (د لړم ۲۷مه) اسلام اباد ته د تګ یوه لاره وروسته تر دې پرانېسته چې حکومت ژمنه ورسره وکړه چې د فرانسې سفیر به له پاکستانه وباسي.

وروسته تر دې چې د اکتوبر په وروستیو کې د فرانسې ولسمشر ایمانوئل مکرون د اسلام د پیغمبر د کارتون په شمول د کارتونونو د خپرېدو د حق دفاع وکړه په یو شمېر اسلامي هېوادو کې د فرانسې پر ضد مظاهرې وشوې.

د تحریک لبیک پاکستان په زرګونونو ملاتړیو د نوومبر په ۱۵مه اسلام اباد ته د تګ یوه لاره د اعتراض په ډول بنده کړه او له پولیسو سره یې شخړې وکړې.

یوه افراطي ملا چې د دې اعتراضونو مشري کوي له حکومته غوښتې دي چې د فرانسې سفیر وباسي او د فرانسې پر مالونو بندیز ولګوي.

د پاکستان د کورنیو او دیني چارو وزیرانو تېره شپه د دې ډلې له مشرانو سره خبرې وکړې او ژمنه یې ورکړه چې پارلمان به د فرانسې د سفیر د ایستلو موضوع وڅیړي.

حکومت په ورته وخت کې د فرانسې د مالونو د بندیز ژمنه ورکړه، خو دا معلومه نه ده چې دا به له فرانسې څخه د وارداتو په ګډون وي.