د افغانستان د دفاع وزارت سرپرست د کندز د دشت ارچي ولسوالۍ د مرکز د بیا نیولو خبر ورکړ.
اسد اله خالد نن سې شنبه (د لړم ۲۷مه) ولسي جرګې ته وویل: "په کندز کې، طالبان د دشت ارچي ولسوالۍ بازار ته ننوتل، د خدای شکر دی، مخکې تر دې چې زه دلته راشم دا ځای مو بېرته ونیو. له څو ساعته بدلونونو پرته بل څه نه و."
تر دې مخکې د کندز سیمه ییزو چارواکو له طالبانو د دشت ارچي د ولسوالي د مرکز د پاکېدو خبر ورکړی و.
دشت ارچي ولسوالي په شمال ختیځ زون کې د طالبانو یو مهم مرکز بلل کېږي.