ولسي جرګې ته درې نوماند وزیران لاړل 

د افغانستان ولسي جرګې ته د نوماند وزیرانو د پروګرامونو د شریکولو په بهیر کې نن سې شنبه (د لړم ۲۷مه) هم درې نوماند وزیران جرګې ته ولاړل.

دفاع وزارت ته نوماند وزیر اسدالله خالد، عدلیې وزارت ته نوماند وزیر فضل احمد معنوي او لوړ زده کړو وزارت ته نوماند عباس بصیري هغه درې نوماند وزیران وو چې نن یې خپل پروګرامونو د جرګې له غړو سره شریک کړل.

ولسی جرګه وايي چې تر اوسه یې د لسو نوماند وزیرانو اسناد څېړلي دي چې د دوی پروګرامونه به واوري او ټاکل شوې چې د پنجشنبې په ورځ ورته د اعتماد یا عدم اعتماد رایې ورکولو لپاره صندقونه کېږي.

پرون دوشنبه د افغانستان بهرنیو چارو وزارت ته نوماند محمد حنیف اتمر، کورنیو چارو وزارت ته نوماند، مسعود اندرابي او مالیې وزارت ته نوماند عبدالهادي ارغندیوال خپل پروګرامونه له ولسي جرګې سره شریک کړل.