ټرمپ:کرونا واکسین به تر اپریله په پراخه کچه چمتو شي

د امریکا د متحد ایالتونو ولسمشر ډونالډ ټرمپ

د امریکا د متحد ایالتونو ولسمشر ډونالډ ټرمپ وویل چې کرونا واکسین به تر اپریل پورې په پراخه کچه چمتو شي.

ډونالډ ټرمپ دا اعلان پرون جمعه (د لړم ۲۳مه) په داسې وخت کې وکړ چې په متحد ایالتونو کې د ۲۴ ساعتونو په ترڅ کې د کرنا مثبتې پېښې تر یولک او پنځوس زره واوښتې.

د امریکا په ځنیو ایالتونو کې د دې وبا د خپرېدو د مخنیوي لپاره سخت بندیزونه لګیدلې دي.

د امریکا د دوا لوی مشهور شرکت فایزر وویل چې د جرمني له بایو نیچ شرکت سره یې د کرونا واکسین د درېیمې مرحلې ازموینې ترسره کړې دي او دا ازموینې نوي په سلو کې اغېزمنې دي.

تمه ده چې د امریکا د حیاتي ټکنالوژي شرکت مودیرنا په لنډو ورځو کې د ورته واکسین د بریالیتوب اعلان وکړي.