زلمي خلیلزاد او لوړپوړو ترکي چارواکو په افغانستان کې روان تاوتریخوالی د اندېښنې وړ بللی او په دایمي ختمولو یې ټينګار کړی.
دا خبره په انقره کې د امریکا سفارت په یوه اعلامیه کې کړې ده.
د اعلامیې له مخې ترکیې ته د افغانستان د سولې لپاره د امریکا د خاص استازي زلمي خلیلزاد درې ورځنی سفر د جمعې په ورځ پای ته ورسېد.
ښاغلي خلیلزاد ترکیې ته په سفر کې د بهرنیو چارو له وزیر مولود چاووش اوغلو، د ولسمشر ځانګړي سلاکار ابراهیم کالین او یو شمېر نورو لوړ پوړو چارواکو سره د افغانستان د سولې او ثبات په تړاو خبرې کړي دي.
په انقره کې د امریکا د سفارت اعلامیه زیاتوي: ښاغلي خلیلزاد او ترکي چارواکو په دې هم بحث وکړ چې ترکیه څنګه له نړیوالې ټولنې سره په همغږۍ په افغانستان کې دواړه خواوې د سیاسي جوړجاړي له لارې د جګړې د ختمولو د پروسې چټکتیا ته هڅولی شی.