د بشري حقونو د څار سازمان د 'داعي' وژل کېدل غندلي

د بشري حقونو د څار نړیوال سازمان په هلمند کې د ازادي راډیو د خبریال الیاس داعي وژل کېدل غندلي دي.

د دغه سازمان په خبرپاڼه کې د دوی د اسیا د څانګې مشرې پتریشا ګاسمن ویلي، دا پېښه په ښکاره دا پيغام ورکوي چې د طالبانو په اړه راپور ورکول د افغانستان رسنۍ له لوی خطر سره مخامخوي.

میرمن ګاسمن ویلي، د داعي وژنه له طالبانو سره په هر ډول هوکړو کې د بیان ازادۍ ساتنې په اړه جدي شکونه مطرح کوي.

نن د افغانستان په بېلابېلو ولایتونو کې د ازادي راډیو د وژل شوي خبریال الیاس داعې فاتحه واخیستل شوه.

د ختیځ زون خبریالانو د برید د غندنې ترڅنګ د جګړې له ښکېلو خواوو وغوښتل چې د خبریالانو د ژوند خوندیتوب ته پام وکړي.

ننګرهار کې د انعکاس خصوصي ټلویزیون د خپرونو مسؤل شکرالله پاڅون: "له ښکېلو لوریو غواړم چې د خبریال ژوند ته پاملرنه وکړي، خبریال مه وژنئ، د خبریال په وژنه تاسو ته هېڅ لاسته نه درځي، که داعي مو شهید کړ، بل داعي راپورته کیږي او د ولس غږ اوچتوي، له حکومت او ټولو لوریو څخه د ولس حق غواړي."

کابل پریس کلب بیا په یوه خبرپاڼه کې ویلي، حکومت، ازادي راډیو او د خبریالانو ملاتړي بنسټونه باید د داعۍ کورنۍ ته د دایمي معاش تابیا وکړي.

پکتیا او پکتیکا او بغلان کې هم خبریالانو په دې اړه غونډې کړي او پکتیا کې یو واټ هم د داعي په نوم نومول شوی دی.

الیاس داعي چې له تېرو ۱۲ کلونو راهیسې یې ازادي راډیو سره کار کاوه، پرون سهار د هلمند مرکز لښکرګا کې د ماین په چاودنه کې ووژل شو.