د ایران د استخباراتو وزارت د یوې بېلتون غوښتونکې ډلې د مشر نیونه تأیید کړه.
د ایران دولتي خبري اژانس ایرنا پرون پنجشنبه(د لړم ۲۲مه) د استخباراتو د وزارت د خبرپاڼې پر اساس وویل چې حبیب فرج الله کعب یې نیولی دی.
کعب چې په حبیب اسیود مشهور و، پخوا د حرکت النضال ډلې مشر و.
دا د الاحواز د ازادي غوښتونکي غورځنګ بل نوم دی چې له ۱۳۸۴ لمریز کال راهیسې یې فعالیت پیل کړی او وايي چې د خوزستان ولایت د خپلواکي او له ایران څخه د بېلتون لپاره مبارزه کوي.
العربیه شبکې مخکې د النضال ډلې په قول ویلي و چې ایران د یوه بل هېواد په مرسته حبیب فرج الله کعب ترکیې ته بېولی او له هغه ځایه یې تښتولی دی.
خو د ایران د استخباراتو وزارت د نوموړي د نیونې د څرنګوالي په اړه څه نه دي ویلي.