د امریکا نوي ولسمشر جوبایډن د امریکا ملت یووالي ته ور وباله

د امریکا نوی منتخب ولسمشر جوبایډن

د امریکا نوي منتخب ولسمشر جوبایډن د انتخاباتو د نتیجو تر څرګندېدو وروسته په لومړنۍ وینا کې د امریکا ملت یووالي ته وروباله.

ده وویل:"زه د ولسمشر په حيث ژمنه کوم چې د تقسيم پرځای د یووالي هڅه کوم. دلته نه سره او نه هم شنه ایالتونه دي بلکې يوازې متحده امريکا ښکاري."

ده همدا راز وویل، له راتلونکې اوونۍ څخه به له کرونا ویروس سره د مبارزې لپاره یوه ضربتي قوه جوړه کړي.

بایډن چې د انتخاباتي کمپاین په موده کې یې له کرونا ویرس سره د مبارزې پر وړاندې د جدي اقداماتو ژمنه کړې وه، اعلان وکړ چې د نوومبر له لسمې یعنې د سې شنبې له ورځې به د یوې ستراتیژۍ د جوړولو لپاره لس کسیز پلاوی وټاکي.

بایډن پرون د امریکا د انتخاباتو ګټونکی اعلان شو خو د جنورۍ تر ۲۰ پورې به چې د ولسمشر په توګه لوړه کوي، واک ترلاسه نه کړي.