امریکایان د رایو د صندوقونو په لور روان شوي

امریکایان د رایو د صندوقونو په لور روان شوي. دې انتخاباتو ته په څو لسیزو کې د مهمو ټاکنو په سترګه کتل شوي دي.

دواړه کاندیدان، ولسمشر ډونالډ ټرمپ او پخوانی مرستیال ولسمشر جوبایدڼ سره بېلابېل نظرونه لري او کرونا وبا هم په متحد ایالتونو کې خپره ده.

د اټکلونو له مخې دا ځل به د تېرو انتخاباتو پرتله چې ۵۵ په سلو کې د راییو په شرایطو برابرو خپلې رایې وکارولې ډېر کسان رایې ورکړي.

په امریکا کې د ملي دفاع پوهنتون استاد علي احمد جلالي وایي چې دا ځل دا انتخابات په خاصو شرایطو کې ترسره کیږي: "یو دا چې کرونا وبا د ژوند پر هر اړخ اثر کړی دی، بل اقتصاد ته یې لږه صدمه رسولې ده، بل په امریکا کې خلک ډېر سره ویشل شوي دي."

تر اوسه اووه نوي میلیونه کسانو د ایمیل له لارې خپله رایه کارولې ده.

د کرونا ویروس له امله خلکو ته دا اختیار ورکړل شوی دی چې انلاین رایه ورکړي.

په دې ټاکنو کې د جمهوري غوښتونکو کاندید اوسنی ولسمشر ډونالډ ټرمپ غواړي چې بیا ولسمشر شي او د ده سیال د ډیموکرات ګوند غړی پخوانی مرستیال ولسمشر جو بایډن دی.