چارواکي: بدخشان کې د سړو خونو د جوړېدو چارې ۸۵ سلنه بشپړې شوي

د افغانستان د کرنې اوبو لګونې او مالدارۍ وزارت وايي، په بدخشان کې د سړو خونو د جوړېدو چارې ۸۵ سلنه بشپړې شوي دي.

د دې وزارت ویاند اکبر رستمي نن د دوشنبې په ورځ (د لړم ۱۲مه) ازادي راډیو ته وویل، په یاد ولایت کې د کرنېزو محصولاتو د مدیریت د پروژې په اډانه کې د ۵۴ میلیونه ۲۹۱ زره او ۴۰۸ افغانیو په لګښټ د مېوو ۲۳سړې خونې جوړېږي چې ۹۰ سلنه یې د کرنې وزارت او لس سلنه یې د برخمن شوېیو بزګرو له خوا ورکول کېږي.

یادې پروژې د کرنیزو محصولاتو مدیریت، د بڼوالو او بزګرانو د محصولاتو خوندي کولو او د دوی د عوایدو زیاتولو په پار پلي کېږي.

د ښاغلي رستمي په خبره، د دې ترڅنګ په لسو نورو ولایتونو پروان، کاپيسا، تخار، فاریاب، فراه، غزني، پکتیا او لوګر کې بیا په معیاري توګه ۱۲ د انارو او مڼو د ساتنې په موخه ۱۲ معیاري سړې خونې جوړیږي چې ۱۵ سوه مټریک ټنه میوه به په کې وساتل شي.

د افغانستان کرنې اوبو لګونې او مالدارۍ وزارت د معلوماتو له مخې اوس مهال په ټول افغانستان کې د ۴۷۶ وړو سړو خونو جوړول تر د لاس لاندې دي چې ډېر ژر به یې کارونه پای ته ورسېږي.

د افغانستان کرنې اوبو لګونې او مالدارۍ وزارت په داسې حال کې د سړو خونو د چټک جوړېدو خبر ورکوي چې هرکال د بزګرانو ډېری میوې او سبزیانې د همدې خونو د نشتون له امله خرابېږي.