امریکا کې افغان مبصرینو د طالبانو سیاسي مشرانو سره د سولې اړوند خبرې وکړې

هاشم وحدتیار ازادي رادیو ته :دا د ټولو افغانانو مسؤلیت دی چې هېواد د کورنیو جګړو څخه وژغوري.

امریکا کې میشت افغان مبصرینو په قطر کې د طالبانو سیاسي مشرانو سره د ویډیو کنفرانس له لارې د افغانستان د سولې د اړوند خبرې وکړې.

هاشم وحدتیار چې د دې غونډې نوښت یې کړی وو، ازادي رادیو ته د دې خبرو په هکله داسې وویل:"دا د ټولو افغانانو مسؤلیت دی چې هېواد د کورنیو جګړو څخه وژغوري او تلپاتې سولې لپاره کار وکړي. موږ هم دلته په امریکا کې میشت مبصرینو وغوښتل چي د طالبانو سیاسي مشرانو ته د افغانستان انځور د نړیوال لینز څخه وروښایو او په افغانستان کې د تلپاتې سولې لپاره د دوی مسولیتونه روښانه کړو."‎

وحدتیار زیاته کړه چې د طالبانو له سیاسي مشرانو يې وغوښتل چې اوربند وکړي:"موږ دا وړاندیز هم وکړ چې که طالبان په ټول هېواد کې اوربند نه کوي، حد اقل په ښارونو کې او چیرته چې د خلکو ګڼه ګوڼه وي، هلته دې اوربند وشي تر څو د ملکي تلفاتو مخنیوی وشي.موږ د طالبانو سیاسې مشرتابه باندې غږ وکړ چې په جدیت سره غواړي چې افغانستان کې د تلپاتې سولې لپاره کار وشي، دا فرصت به تل نه وي او راتلونکې کې به دومره آسانه هم نه وي. طالبان دې له دې فرصت څخه ګټه پورته او سوله شونې کړي."

په دې ناسته کې افغان مبصرینو هر یو هاشم وحدتیار، ډاکټر روښان نورزی، ډاکټر ادریس رحماني او حسین مهرمي هېواد کې د تلپاتې سولې لپاره ویناوې او څرګندونې وکړې.

په دې غونډه کې، د طالبانو سیاسي مشرانو ځینو پوښتونو ځوابونه وویل او د دوی په اصطلاح د اشغال ختم، اسلامي نظام حاکمول، بین الافغاني خبرې او تلپاتې سولې اړوند خبرې وکړې.

د طالبانو سیاسي مشرانو دا راز مجالس او له بھرمېشتو افغان مبصرینو سرہ د افغانستان اړوند او تلپاتې سولې اړوند بحثونه ګټور وبلل.