د ارزګان والي د استعفا خبرداری ورکړ

د ارزګان والي محمد شېرزاد

د ارزګان والي محمد عمر شېرزاد یو ځل بیا د ارزګان امنیتي مسئولین په فساد تورن کړل او ویې ویل چې د ناامنیو لامل خیالي پولیس دي.

هغه خبرداری ورکړ که دغه فساد له منځه لاړ نه شي نو له دندې به استعفا وکړي.

دا په داسې حال کې ده چې د ارزګان ولایت مرکز ترینکوټ او ولسوالۍ طالبانو له تېرو څلور کلنو راهیسې محاصره کړي.

په دې اړه نور حال د ترینکوټ څخه د ازادۍ راډيو خبریال شریف الله شرافت راکوي، چې د لاندې لینک په کېکاږلو سره یې اورېدلی شئ:

Your browser doesn’t support HTML5

د ارزګان راپور