د بشري حقونو څار نړیواله اداره: افغانستان کې ښايي ګڼې نجونې له زده‌کړو پاتې شي

افغان زده کوونکي

په داسې حال کې چې نړۍ د کرونا ویروس له خپرېدو سره لاس او ګرېوان ده، د بشري حقونو د څار نړیواله اداره اندېښنه څرګندوي چې په افغانستان کې ښايي ګڼې نجونې له زده‌کړو بې‌برخې شي.

د دې ادارې مشرې څېړونکې هیدر بار ازادي راډيو ته وویل چې د افغانستان تعلیمي سیستم له مخکې لا ستونزې درلودې او د کرونا ویروس له خپرېدو سره به تر ټولو لوی زیان د نجونو زده‌کړو ته واوړي.

اغلې بار زیاتوي: "یو څو ورځې مخکې نړیوال بانک د نجونو د زده‌کړو په اړه ارقام خپاره کړي چې ښيي په افغانستان کې ښوونځيو ته د تلونکو نجونو شمېر په تېرو څو کلونو کې مخ پر کمېدو وو. یعنې د هلکانو په پرتله د نجونو زده‌کوونکو شمېر نور هم کم شوی دی. ټکنالوژي ته نه‌لاسرسی، په کور کې ډېر مسؤلیت لرل او د کوچني عمر ودونه هغه ستونزې دي چې نجونې ورسره مخامخ دي."

د هلمند یو ښوونځی

خو د دې په وینا په افغانستان کې د ټولنې پر بنسټ ولاړ د ځينو ښوونځيو سیستم د وبا خپرېدو په صورت کې تر نورو سیستمونو خوندي دی.

دا وايي: "دا هغه ښوونځي وي چې تر ډېره د نجونو لپاره وي یا هغو کوچنیانو لپاره چې عادي ښوونځيو ته نه‌وي تللي او یا په داسې سیمو کې وي چې دولتي ښوونځي په‌کې نه‌وي. دوی عموماً د یو چا په کور کې یا دباندې تر ونو لاندې راټولېږي چې دا د کرونا ویروس پر مهال کوچنیانو ته د زده‌کړو یوه ښه نمونه ده، ځکه یو ښوونکی او لږ زده‌کوونکي وي."

د بشري حقونو د څار نړیوالې ادارې د مشرې څېړونکې په وینا، حکومت باید د دغو ښوونځیو د دوام په برخه کې کار وکړي. دا وايي په ژمي کې د ویروس د یو ځل بیا خپرېدو په صورت کې حکومت باید په دې اړه کار وکړي چې ایا دا ډول ښوونځي نور هم جوړولای شي چې کوچنیان په خوندي توګه زده‌کړې وکړي.

دا چې افغان حکومت او نړیواله ټولنه څه ډول د نجونو پر زده‌کړو د 'کووېډ-۱۹' د اغېز کمولو په برخه کې کار کولای شي، مېرمن بار وویل چې د افغانستان ډېری مرستندویه هېوادونه، لکه امریکا، په خپله له 'کووېډ-۱۹' له وبا سره لاس او ګرېوان دي او له افغانستان سره په دې برخه کې مرسته د دوی په لومړيتوب کې نه‌راځي.

د کرونا ټسټ تیوب

خو د مېرمن بار په وینا دا لویه ننګونه ده چې افغان حکومت ورسره مخامخ دی چې هسې هم نجونو ته د زده‌کړو د زمینې په برابرولو کې پاتې راغلی.

د افغانستان پوهنې وزارت د معلوماتو له مخې په هېواد کې ۳.۷ میلیونه کوچنیان له زده‌‌کړو بې‌برخې دي چې په‌کې ۶۰ فیصده نجونې دي.

د دې وزارت په وینا نجونې د ټولنیزو محدودیتونو، امنیتي ستونزو، ناوړه دودونو او بې‌وزلۍ له کبله ښوونځي پرېږدي.