مصر کې موندل شوي لسګونه تابوتونه او جسدونه نندارې ته وړاندې شوي

دا لرغوني آثار د مصر پخوانۍ پلازمېنې میمفیس ته نږدې په یو لرغونې هدیره کې موندل شوې دي.

په مصر کې هغه تابوتونه او مومیايي شوي جسدونه نندارې ته وړاندې شوي چې د لرغونپوهانو په نظر ۲۵ پېړۍ مخکې خښ شوي دي.

دا لرغوني آثار د مصر پخوانۍ پلازمېنې میمفیس ته نږدې په یو لرغونې هدیره کې موندل شوې دي.

مصري چارواکي، دا موندنې په سیمه کې د لویو کشفیاتو پیل ګڼي او وايي چې په دې سیمه کې ځینې نوې موندنې هم کېدونکې دي.

مصري لرغونپوهانو د پلازمېنې قاهرې د سویل په هدیرو کې هغه ۵۹ لرغوني تابوتونه او مومیايي شوي مړي نندارې ته وړاندې کړي دي چې ګومان کېږي د کاهنانو یا مذهبي مشرانو به وي.

د مصر د لرغون پېژندونکو ډلې د اکټوبر په درېیمه نېټه له هغه لوی قبر څخه پرده پورته کړه چې دا مومیایي شوي مړي دننه په کې ایښي وو.

لرغونپوهان وايي چې دا کسان څه باندې ۲۵۰۰ کاله مخکې هلته خښ شوي دي.

په دې ترڅ کې یو لوی قبر چې بېحده تزییني کار پرې شوی و، رسنیو او ځانګړو مېلمنو ته وښودل شو.

دا تابوتونه چې کلک بند شوي او ښه روغ پاتې دي په دې.

د دې قبر مومیايي جسدونه په خاصو جامو کې چې په روښانه رنګونو په هیروغلیف لیکدود متنونه پرې لیکل شوي او په لرګینو تابوتونو کې ښخ وو، لیدل کېدل.

سقاره د مصر په پخوانۍ پلازمېنې میمفیس ښار کې یوه لرغونې هدیره ده چې د ملګروملتونو یونسکو ادارې، د نړۍ د فرهنګي میراثونو یوه برخه بللې.

د مصر د توریزم او لرغونو آثارو وزیر خالد العناني خبریالانو ته وویل چې دی دا موندنې د سترو کشفیاتو پیل ګڼي او زیاته یې کړه چې په دې سیمه کې نورې کیدنې هم کېدونکې دي.

د مصر د لرغونو آثارو د عالي شورا سکرتر جنرال مصطفی وزیري وویل چې د دوی د لومړنیو څېړنو له مخې هغه تابوتونه چې ډېر تزیین شوي له میلاد مخکې د ۶۶۴- ۵۲۵ کلونو ترمنځ د فرعونانو د وروستۍ دورې د کاهنانو او جګپوړو چارواکو لپاره جوړ شوي دي.

مصري چارواکي په پام کې لري دا تابوتونه او نور لرغوني آثار د مصر په هغه ستر موزیم کې چې حکومت غواړي د ګیزا د اهرامونو په سیمه کې یې ورغوي نندارې ته وړاندې کړي.