نړۍ
مصر کې دوه نیم زره کاله پخوا خښ شوي تابوتونه را ایستل شوي
مصر ۵۹ لرغوني تابوتونه څرګند کړل چې د قاهرې د سویل په یوه لوی قبر کې موندل شوي دي.
د مصر لرغونپوهانو پرون (شنبه) دا تابوتونه، چې د کاهنانو یا مذهبي پېشوایانو مومیايي شوي جسدونه په کې وو، وښودل، او ویې ویل چې هغوی دوه نیم زره کاله پخوا په دې ځای کې خښ شوي وو.
د مصر د سیاحت او عتیقه اثارو وزیر خالد عناني، د دغو اثارو کشف د ډېرو نورو لرغونو اثارو د موندل کېدو پیل وباله.
د ورځې تازه خبرونه دلته ولولئ
په هند کې د انتخاباتو د کمیسیون د یو لړ اقداماتو پر ضد پراخ لاریونونه روان دي
یکشنبه چې د مظاهرو دریمه ورځ وه زرګونه ځوانانو او د مخالف ګوند غړیو په نوې ډهلي او ممبۍ کې د رای ورکوونکو د نوملړ د اصلاحاتو او د هند د انتخاباتو د کمیسیون د مشر ګیانش کومار پر ضد سړکونو ته وتلي وو.
پولیسو ګن مظاهره چیان نیولي چې تر لنډې مودې وروسته یې خوشې کړي خو د ځینو نیول شویو پر ضد دوسیې هم ثبت شوي.
لاریونوال وایي چې د انتخاباتو کمیسیون د صدراعظم ناریندرا مودي د واکمن ګوند بهارتیا جاناتا په پلوۍ د رای په شرایطو برابر میلیونونه کسان د رایې ورکولو له حقه محروم کړي.
خو د ټاکنو کمیسیون وایي چې دوی د ټاکنو د ښه ترسراوي او خوندیتوب په هدف د رای ورکوونکو نوملړ اصلاح کوي تر څو تکراري نومونه او د مړیو او یا هغو خلکو نومونه لرې شي چې د رایو په شرایطو برابر نه دي.
د دوشنبې په ورځ هم مخالفو ګوندونو د ټاکنو د کمیسیون په وړاندې د ډموکراسۍ د ژغورلو په شعار سره د مظاهرو غږ کړی.
امریکا دوه ایراني ډپلوماټان له خپلې خاورې وایستل
امریکا د ملګرو ملتونو په عمومي اسمبلې کې د ایران د پلاوي دوه شامل ډپلوماټان وروسته له هغه له دغه هېواد وایستل چې د امریکا له خاورې د وتلو امر یې له پامه غورځولی و.
د راپورونو له مخې امریکا دا دوه ډپلوماټان د شنبې په ورځ له خپلې خاورې وایستل.
دا دوه ایراني ډپلوماټان د عمومي اسمبلې له پای ته رسېدو وروسته لا هم په نیویارک کې پاتې وو.
امریکایي چارواکو تېره دوشنبه په ملګرو ملتونو کې د ایران استازولۍ ته امر کړی و چې د ایران د پلاوي ټول غړي باید ژر له امریکا ووځي.
د ایران استازولۍ ته د جمعې په ورځ هم خبر ورکړل شوی و چې دوی په نیویارک کې د ایران د پلاوي د دوو غړو له پاتې کېدو خبر دي او باید ژر ووځي.
د جرمني صدراعظم اوکراین ته په یو نااعلان شوي سفر تللی دی
د جرمني صدراعظم فریدریش مرڅ نن د اوکراین پلازمنیې کییف ته په یو نااعلان شوي سفر تللی دی.
تمه ده هغه په دې سفر کې اوکراین ته نوې پوځي مرسته اعلان کړي.
د جرمني صدراعظم په داسې حال کې کییف ته سفر کوي چې د روسیې د بهرنیو چارو وزارت پرون وویل چې پر کییف بریدونه زیاتوي او بهرنیو اتباعو او ديپلوماټونو ته یې خبرداری ورکړی چې له دې ښاره ووځي.
بل پلو، د روسيي بې پیلوټه الوتکو پرون پر نیپرو سیند جوړ شوی پل چې د کییف ښار لویدیځې او خیتځې خواوې سره نښلوي په نښه کړ.
دا په کییف کې دویم لوی پل دی.
په عین حال کې، د اوکراین ولسمشر ولادیمیر زیلنسکي ویلي چې داسې اسناد او شواهد يې ترلاسه کړي چې ښیي د روسیې ولسمشر ولادیمیر پوتین د بریدونو "نوې تګلاره" تصویب کړې ده.
د عمران خان په پلوی نن د پاکستان په یو شمیر ښارونو کې لاریونونه پیلږي
د پاکستان د حکومتي چارواکو او د دې هېواد د پخواني صدراعظم عمران د ګوند ترمنځ د لاریونونو په اړه خبرې اترې بې پایلې پایته ورسیدې.
رویترز خبري اژانس نن یکشنبه د خیبرپښتونخوا د اعلی وزیر او د (پي ټي ای) ګوند د غړي سهیل افریدي په حواله لیکلي چې دغه لاریونونه به نن پیل شي.
تمه وه د عمران خان په پلوۍ دا لاریونونه د تیر سپټمبر په ۲۷مه نیټه ترسره شي.
د پاکستان حکومت له اوونیو راهیسې دې لاریونونو ته ځانګړي امنیتي تدابیر نیولي او په زرهاوو سرتیري له پېښور څخه تر اسلام اباده په لارو کې ځای پر ځای شوي دي.
رویترز خبري اژانس لیکي چې د پاکستان حکومتي چارواکو او د عمران خان ګوند د دې لاریونونو د نه ترسره کیدو په اړه دوه ځلې مذاکرات وکړل چې بې نتیجې پایته ورسیدل.
د پي ټي ای ګوند په وروستیو کې د عمران خان د خوشي کیدو او په زندان کې د هغه روغتیايي وضعیت ته د رسیدنې په موخه دا لاریونونه پلان کړي دي.
۷۳کلن عمران خان له ۲۰۲۳کال راهیسې د فساد او نورو قضیو په تور په زندان کې دی.
عمران خان په ځان لګیدلي تورونه سیاسي بولي.
ولسمشر ټرمپ: د ایران په اړه په نژدې راتلونکې کې پرېکړه کوو؛ قالیباف: هرمز تنګی به د ایران د شرایطو تر پوره کیدو تړلی وي
د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ وايي، "د ایران په اړه په نژدې راتلونکې کې پرېکړه کوو".
د هغه په ټکو،" پایله به يې یا په اسانه او یا هم په سخته لار" ترلاسه شي.
د ولسمشر ټرمپ له دې څرګندونو وروسته د ایران د پارلمان مشر محمد باقر قالیباف ویلي چې د ایران د شرایطو تر پوره کیدو به د هرمز تنګی تړلی وي.
قالیباف نن یکشنبه د پارلمان په یوې علني ناسته کې وویل،" تر هغه چې د ایران ۷ شرطونه پوره نشي هرمز تنګی به تړلی وي".
قالیباف د دغو ۷ شرطونو جزیات ور نه کړل.
دا څرګندونې وروسته له هغه دې چې ښايي امریکا پر ایران یو ځل بریدونه پیل کړي.
ولسمشر ټرمپ په ډیويډ کمپ له لوړوپوړو امنیتي چارواکو سره نااعلان شوې غونډه کړې
د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ په ډیویډ کمپ کې له امنیتي لوړپوړو چارواکو سره نا اعلان شوې غونډه کړې ده.
د اکسوس په نوم یوې امریکايي ورځپاڼې راپور ورکړی چې په دې غونډه کې ولسمشر ټرمپ د ملي امنیت له چارواکو سره د حوثي یاغیانو په اړه د امریکا د راتلونکو اقداماتو په اړه خبرې کړې دي.
د ایران له ملاتړه برخمن حوثي یاغیانو په وروستیو کې د سعودي عربستان د تیلو پر تاسیساتو بریدونه وکړل.
اکسوس لیکي چې په دې غونډه کې د امریکا مرستیال ولسمشر جي ډيونس، د بهرنیو چارو وزیر مارکو روبیو، د دفاع وزیر پیټ هګسټ، د امریکا د ملي امنیت او استخباراتي ادارو مشران او نورو لوړپوړو چارواکو ګډون کړی وو.
یو امریکايي چارواکي اکسوس ته ویلي چې په غونډه کې پریکړه شوي چې د حوثیانو مسله په ژوره توګه وڅیړل شي، خو سپینې ماڼې په دې اړه د جزیاتو له ورکولو ډډه وکړه.
هند بیا د اسیایي لوبو د کرکټ د شل اوره سیالیو اتلولي خپله کړه
هند د اسیايي لوبو د کرکټ په پایلوبه کې خپل سیال پاکستان ته په ۱۹ منډو ماتې ورکړه او د اتلولۍ جام یې بیا وګاټه.
په شل اوریزه پایلوبه کې هند ۲۱۱ منډې جوړې کړې، خو پاکستان د شپږو لوبغاړو په سوځېدو ۱۹۲ منډو ته ورسېد.
د لوبې تر پیل مخکې د دواړو لوبډلو کپتانانو، د هند شریاس ایر او د پاکستان صاحبزاده فرحان، د پچې اچونې پر مهال د معمول خلاف لاسونه سره ور نه کړل.
په شل اوریزه پایلوبه کې د هند لپاره ابیشک شرما او تلک ورما نیمه سلیزې ووهلې. د هند لوبډلمشر شریاس ایر وویل، له پاکستان سره پایلوبه او د ټول هېواد پام پر لوبه، پر لوبغاړو فشار زیات کړی و.
امریکا د حماس د مالي شبکې په تړاو پر څو کسانو او بنسټونو بندیزونه لګولي دي
د امریکا د خزانې وزارت د حماس د پوځي څانګې یو غړی، په فرانسه کې مېشت دوه کسان او دوه بنسټونه د بندیزونو په لېست کې شامل کړي دي. امریکا او اروپايي ټولنه حماس یو ترهګریز سازمان بولي.
د امریکا د خزانې وزارت وايي، دغو کسانو او ادارو د څو کلونو په اوږدو کې یوه پېچلې مالي شبکه جوړه کړې وه او د خیریه ادارو په نوم یې له دوو میلیونو ډالرو ډېرې پیسې حماس ته لېږدولې دي.
وزارت وايي، دې شبکې کلونه خپل فعالیتونه پټ ساتلي او هڅه یې کړې چې د چارواکو له څار او پېژندنې ځان لیرې وساتي.
په نویو بندیزونو کې سلیم عبدالله سلیم الزق هم شامل دی چې د امریکا د خزانې وزارت په وینا، په غزه کې د حماس د پوځي څانګې د یوې ډلې مرستیال دی.
د امریکا د خزانې وزارت وايي، هغه یوه مالي شبکه اداره کوله چې د بېلابېلو صرافیو او د ډیجیټلي اسعارو له لارې یې د عزالدین قسام ترمشرۍ لاندې د حماس پوځي څانګې ته د پام وړ پیسې لېږدولې.
د منچسټر پر یهودانو د برید د پلانولو په تور دوه ایراني وګړي تورن شوي
د بریتانیا پولیس وايي، دوه ایراني وګړي د منچسټر ښار پر یهودي ټولنې د یوه "ترهګریز" برید د پلانولو په تور نیول شوي دي.
د فرانسپرېس خبري اژانس د راپور له مخې، ۳۶ کلن سلام احمدیان او ۳۴ کلن رحمان صالحي چې د لیورفول او سالفورډ اوسېدونکي دي، د وږي په ۲۹ په منچسټر کې نیول شوي وو.
سکای نیوز راپور ورکړی چې پر دغو کسانو په لګېدلو تورونو کې د لاسي بم د جوړولو لپاره د موادو او وسایلو د برابرولو هڅه هم شامله ده.
پولیسو همداراز ویلي چې په لیورپول او سالفورډ کې یې یو شمېر کورونه پلټلي دي.
پولیسو د دغه برید د پلان په اړه زیات جزئیات نه دي خپاره کړي خو ویلي یې دي چې هغه یې شنډ کړی او خلکو ته نور کوم ګواښ ندی متوجه. ټاکل شوې ده چې دواړه تورن کسان د شنبې په ورځ د وېسټ مېنسټر محکمې ته حاضر شي.
ایران د حکومت ضد مظاهرو په تړاو یو بل کس اعدام کړ
ایران وايي، هغه سړی یې اعدام کړی چې د روان کال د حکومت ضد مظاهرو پر مهال پر پولیسو د د ډزو په ګډون په یو شمېر جرمونو محکوم شوی و.
د ایران قضایه قوې د شنبې په ورځ وویل، سیاوش جمشیدي د امنیتي ځواکونو د په نښه کولو او د ملي امنیت پر ضد د دسیسې په ګډون په څو تورونو د مرګ په سزا محکوم شوی و.
په ایران کې د وروستیو اعتراضونو او جګړې وروسته نیونې او اعدامونه زیات شوي دي.
د امنیستي انټرنشنل د شمېرو له مخې، ایران په ۲۰۲۵ کال کې لږ تر لږه ۲ زره او ۱۵۹ کسان اعدام کړي وو، چې په څو لسیزو کې تر ټولو لوړه شمېره ده. امنیتي انټرنشنل وايي، ایران له چین وروسته د نړۍ د بل هر هېواد په پرتله ډېر کسان اعدام کړي دي.