پاکستان او هند په افغانستان کې د تل پاتې سولې او ثبات غوښتنه وکړه

قطر کې د سولې د بین الافغاني ناستې یو انځور

پاکستان او هند په قطر کې د افغانستان د سولې په خبرو کې د دې هېواد د تل پاتې سولې او ثبات غوښتنه وکړه.

د پاکستان د بهرنیو چارو وزیر شاه محمود قریشي چې په انلاین ډول یې په دې خبرو کې ګډون درلود وویل چې هېواد یې د یوه باثباته، متحد او سوله ییز افغانستان غوښتونکی دی.

نوموړي ویلي د سولې ټینګښت د دې سبب کېږي چې ټول افغان کډوال چې له څو لسیزو راهیسې په پاکستان کې اوسېږي، بېرته خپل هېواد ته ستانه شي.

د هند د بهرنیو چارو وزیر اس جې شنکر هم په افغانستان کې د سولې غوښتنې ترڅنګ وویل چې په افغانستان کې د هند پانګونې ښیې چې هېواد یې یو هوسا او پرمختللی افغانستان غواړي.

د افغانستان له ګاونډیو څخه ایران او تاجکستان په دې مراسمو کې ګډون نه درلود.

تر اوسه د هغوی د نه ګډون دلیل معلوم نه دی.