عبدالله عبدالله د سولې مقدماتې خبرو کې د اوربند غوښتنه وکړه

د افغانستان د ملي مصالحې د عالي شورا مشر عبدالله عبدالله

د افغانستان د ملي مصالحې د عالي شورا مشر عبدالله عبدالله په دوحه کې د افغانستان د سولې په اړه مقدماتي خبرو کې د یوه بشر دوستانه اوربند غوښتنه وکړه.

د افغانستان د اوږدې جګړې د ختمېدو لپاره په لومړي ځل د افغان دولت او طالب مشران نن په دوحې د سولې خبرې کوي.

لا هم د دې مقدماتي خبرو اجنډا نه ده ټاکل شوې، خو افغان دولت ټینګار کوي چې اوربند یې د بحث لومړیتوب دی.

په دې مراسمو کې چې د قطر د بهرنیو چارو وزیر لخوا پرانیستل شول، پر ښاغلي عبدالله سربېره د امریکا متحده ایالاتو د بهرنیو چارو وزیر مایک پومپیو او په قطر کې د طالبانو د سیاسي دفتر مشر ملا عبدالغني برادر او ورپسې د نورو هېوادونو استازو هم خبري وکړې.

وینا والو په ټوله کې په دې خبرو کې د دواړو لورو د مرکچیانو تر منځ په ښه نیت د سولې خبرو د پرمخ وړلو او ښو پایلو هیله وښوده .

ټاکل شوې ده چې سبا به د سولې د خبرو پر اجنډا خبرې وشي او د دوشنبې په ورځ به د طالبانو د سولې پلاوی د افغان حکومت د سولې له پلاوي سره په رسمي ډول د سولې مخامخ خبرې پيل کړي.