د افغانستان د بهرنیو چارو وزارت په چین کې د افغان سوداګرو د ستونزو په هواري ټينګار وکړ.
د بهرنیو چارو وزارت ویاند ګران هېواد نن ازادي راډيو ته وویل چې دغه ناسته نن د بهرنیو چارو وزارت د اقتصادي همکاریو مرستیال میرویس ناب او په کابل کې د چین سفیر وانګ ترمنځ وشوه.
نوموړي وویل چې په دغه ناسته کې د چین او افغانستان د اقتصادي همکاریو او سوداګرۍ په پراختیا او پیاوړتیا او د سوداګریزو ستونزو په هواري بحث شوی دی.
په همدې حال کې د سوداګرۍ او پانګونې خونې مرستیال یونس مومند چې په دغه ناسته کې یې حضور درلود ازادي راډيو ته وویل چې د کرونا ویروس تر خپرېدو وروسته سوداګر په چین کې د ویزو ستونزه لري.
په دغه ناسته کې چین ته د پیسو په لېږلو کې ستونزې او صادراتو او وارداتو کې د یو شمېر ستونزو په هواري ټينګار شوی دی.