'د طالبانو لوړپوړی پلاوی له اسلام‌اباده بېرته قطر ته ورسېد'

د ملا برادر په مشرۍ د طالبانو د قطر سیاسي دفتر یو پلاوی چې اسلام‌اباد کې و.

د طالبانو مشران وایي نن سهار د دغې ډلې لوړپوړی پلاوی له اسلام‌اباده بېرته قطر ته ورسېد چې په دې سره له افغان حکومت سره د سولې خبرو د پیل لپاره زمینه برابرېږي.

دغه چارواکي د نوم نه‌ښودلو په شرط دا خبره اسوشیټډ پرس خبري اژانس ته کړې ده. دا پلاوی داسې مهال قطر ته رسېدلی چې د کابل چارواکو دغه ډله د سولې خبرو په پیلېدو کې د خنډ په راوستلو تورنه کړې وه.

د افغانستان د ملي مصالحې عالي شورا ویاند فریدون خوځون نن شنبه پر ټویټر ولیکل چې د بندیانو د خوشې کېدو لړۍ په بشپړولو سره افغان حکومت د سولې خبرو د پیل پر وړاندې ټول خنډونه لیري کړل، خو وایي طالبان لا هم د دغو مذاکراتو پیل ته چمتو نه‌دي.

دا خبرې داسې مهال کېږي چې د افغانستان د دولت پلاوی لا هم قطر ته نه‌دی تللی.

د دې سفر د ځنډېدو په اړه د مرکچي پلاوي یوه غړي حفیظ منصور ازادي راډیو ته ویلي چې قطر ته د افغان دولت د مذاکراتي پلاوي سفر روانه اوونۍ نه‌کېږي.

لا تر اوسه د دې خبرو دقیقه نېټه معلومه نه‌ده.