د امریکا د ټکساس ایالت په جهیل کې څو بېړۍ ډوبې شوې

ارشیف

د امریکا د ټکساس ایالت په جهیل کې څو بېړۍ هغه مهال ډوبې شوې چې د ولسمشر دونالډ ترمپ د ملاتړ لپاره په پریډ کې یې برخه اخیستې وه.

د ټکساس د ترافیس د سیمې د پولیسو دفتر وویل، پرون شنبه ژغورونکو ډلو په ترافیس جهیل کې د پریډ په لړ کې د مرستې ګڼو غوښتنو ته ځواب ووایه او تائید یې کړه چې څو بیړۍ ډوبې شوې دي.

د پولیسو د دفتر ویندویې کریستین ډارک وویل چې په دې پېښو کې د چا د مرګ ژوبلې راپور نه دی ورکړای شوی.

د بیړیو د ډوبېدو د علت په اړه پلټنې روانې دي.