ټرمپ: امریکایان دې د کارګر په ورځ روغتیايي سپارښتنې په پام کې ونیسي

د امریکا ولسمشر دونالډ ترمپ

د امریکا ولسمشر دونالډ ترمپ او د سپینې ماڼۍ د کرونا ویروس ضربه قوې له امریکایانو وغوښتل چې د کارګر د ورځې په لړ کې د کرونا ویروس د خپرېدو د مخنیوي لپاره د ټولنیز واټن په شمول روغتیايي سپارښتنې په پام کې ونیسي.

د دوبي د رخصتیو په پای کې د سېپټېمبر اوومه او د دې اوونۍ شنبه او یکشنبه هغه ورځې دي چې امریکایان په دودیز ډول په خپلو کورونو کې راغونډېږي، کباب پخوي، د یو بل کورونو او د سمندر غاړو ته ځي.

چارواکو وروسته له دې خلکو ته په دې ورځو کې د کرونا ویروس د خپرېدو پر وړاندې خبرداری ورکړ چې تر دې وړاندې په مې او جولای کې په دوو ځانګړو رخصتیو کې د کرونا پېښې ډېرې ثبت شوې.

د جولای څلورمه د امریکا د خپلواکۍ ورځ ده چې په دې هېواد کې په زوږ لمانځل کېږي.