چک جمهوریت کې د کرونا ویروس د مثبتو پېښو شمېر ۲۷۲۴۹ ته ورسېدې

ارشیف

د چک جمهوریت روغتیایي چارواکو ویلي چې د مارچ له میاشتې راهیسې چې د کرونا ویروس په دې هېواد کې خپور شوی، پرون په یوه ورځ کې تر ټولو زیاتې مثبتې پېښې ثبت کړې دي.

په چک جمهوریت کې پرون د سېپټېمبر په ۵مه د کرونا ویروس ۷۹۸ نوې مثبتې پېښې ثبت شوې.

له دې سره، په چک جمهوریت کې د کرونا ویروس مثبتې پېښې ۲۷۲۴۹ ته ورسېدې.

په دې هېواد کې تر اوسه څه باندې ۱۹ زره کسان له کویډ ۱۹ ناروغۍ رغېدلي او د مړو شمېر تر اوسه ۴۲۹ دی.

د چک حکومت ویلي چې سخت منی په مخ کې دی.

د چک حکومت اعلان کړی چې د سېپټېمبر له نهمې په ټولو سرپټو ځایونو کې د ماسک اغوستل هم اجباري دي.