پر اساسي قانون د څار د کمیسون غړی عبدالروف هروي ومړ

د افغانستان پر اساسي قانون د څار د خپلواک کمیسون غړی او د ازادي راډیو پخوانی خبریال عبدالروف هروي د شنبې په ورځ ومړ.

ددې کمیسون یو بل غړي ابوبکر متقي ازادي راډیو ته وویل، عبدالروف هروي د درملنې لپاره ایران ته تللی و چې هېواد ته د بیرته د ستنیدو پر مهال یې د مشهد په هوايي ډګر کې ساه ورکړه.

د هغه خپلوانو ویلي چې هروي د سرطان ناروغي درلوده.

عبدالروف هروی د هرات ولایت و. هغه د فقې او قانون په برخه کې د مصر په الاذهر پوهنتون کې دکتورا اخیستې وه.

نوموړي څوکاله په قاهره او وروسته په کابل کې ازادي راډیو سره د خبریال په توګه دنده ترسره کړې وه.