ملګري ملتونه: ایران د ژمنې خلاف ۱۰ برابره زیات یورانیم بډای کړي

د ایران اراک اټمي بټۍ

د ملګرو ملتونو د اټمي انرژۍ د څار سازمان ویلي دي ایران چې په ۲۰۱۵ کال کې د اټمي تړون پر مهال د یورانیمو د بډاینې کومه ژمنه کړې وه، اوس‌یې تر هغه ۱۰ برابره زیات یورانیم بډای کړي دي.

په ورته وخت کې دغه سازمان وایي چې ایران اوس دوی ته اجازه ورکړې ده چې اټمي تأسیسات‌یې وګوري. د ۲۰۱۵ کال تر اټمي تړون مخکې ایران خپل یورانیم ۲۰ فیصده غني کول.

بیا تر تړون وروسته ۳،۶۷ ته ورسېدل او اوس‌یې تر څلور نیم فیصده پورې رسولې دي.