د امریکا متحده ایالاتو ولسمشر وایي، داسې ثبوتیې نهدی لیدلی چې کرملېن خپل سیاسي مخالف الکسي ناوالني مسموم کړی وي، خو ډونالد ټرمپ وویل، په دې کې هم شک نهکوي چې په جرمني کې دا معلومه شوې ده چې ناوالني مسموم شوی دی.
وروسته تر دې چې د چهارشنبې په ورځ جرمني وویل چې د لابراتواري معایناتو له لارې معلومه شوه چې ناوالني مسموم شوی دی، دا لومړی ځل دی چې ولسمشر ټرمپ په دې اړه څرګندونې کړې دي.
ولسمشر ټرمپ پرون په سپینه ماڼۍ کې خبریالانو ته دا هم وویل چې دی به ډېر په قهر شي که چېرته داسې شوې وي او که داسې وي دا به یوه تراژیدي وي.