هلمند کې د جوارو سږني حاصلات زرګونه ټنو ته رسېږي

ارشیف

د هلمند د جوارو سږنۍ حاصلات نږدې ۱۹۰ زره ټنو ته رسېږي چې نورو ولایتونو ته به هم صادر شي.

د هلمند د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ رئیس زلمي الکو نن ازادي راډيو ته وویل چې سږ کال د دې ولایت په ۳۷ زره او ۲۳۵ هکټاره ځمکه کې جوار کرل شوي چې له دغو کروندو څخه به ۱۸۹زره او ۸۹۸ ټنه جوار تر لاسه شي.

د هلمند د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ رئیس زلمی الکو وایي، د هلمند اقلیم د جوارو کرکېلي لپاره مناسب اقلیم دی او په دې ولایت کې د جوارو بېلابېل ډولونه کرل کېږي او د پلور لپاره نورو ولایتونو ته صادریږي.

د هلمند د کرنې رئیس زلمی الکو وویل، دوی هڅه کوي، چې هلمند کې د جوارو د پروسس لپاره د خصوصي سکټور په برخه کې زمینه برابره کړي چې د دې ولایت جوارو لپاره د بازار موندنې ترڅنګ د غوړیو تولید برخه کې اسانتیاوې رامنځته شي.

هلمند د هغو ولایتونو په ډله کې ده، چې د بېلابېلو کرنیزو توکو د کرکېلي لپاره مناسبه هوا لري.