د داعش افراطي ډلې پراخ انلاین کتابتون موندل شوی

په عراق کې د داعش یو غړی

په لندن کې یوه څېړنیز مرکز د اسلامي دولت افراطي ډلې یا داعش یو پراخ انلاین کتابتون موندلی دی.

بي بي سي دا خبر د سټراتیژیک دیالوګ د لندن مېشتي انستیتیوت په حواله ورکړی دی.

د دغه مرکز په وینا، په دغه کتابتون کې تر ۹۰زرو زیات مواد پراته وو او د میاشتې یې شا و خوا لس زره کتونکي لرل.

دغه انستیتوت وایي، د دغو موادو لیرې کول ځکه ګران کار دی، چې زېرمه یا ډیټا یې پر یوه ځای خوندي نه ده.

انستیتیوت بي بي سي ته ویلي په دغو موادو کې په نهو ژبو د بېلابېلو حملو په اړه اسناد او ویډیوګانې شته، چې پر امریکا د سپټمپر د یوولسمې د حملې په اړه معلومات هم په کې راځي.