ولسمشر غني د هند پخواني ولسمشر پراناب موکرجي پر مړینې خفګان وښود

ولسمشر غني

د افغانستان ولسمشر اشرف غني د هند د پخواني ولسمشر پراناب موکرجي پر مړینې خفګان څرګند کړی او د هند ولسمشر، صدراعظم او د هند خلکو ته د تسلیت او همدردۍ په یوه پیغام کې یې نوموړی د افغانستان له ښو دوستانو یاد کړی.

د ارګ د وېب‌پاڼې له مخې ولسمشر غني ویلي موکرجي د خپل زعامت پر مهال د دواړو هېوادونو د اړیکو پراختیا او له افغانستان سره د هند مرستې او همکارۍ ته ځانګړې پاملرنه درلوده.

پراناب موکرجي چې په 'کووېد-۱۹' ناروغۍ اخته شوی و پرون د سږو د عفونت له امله د ۸۴ کلنۍ په عمر مړ شو.

پراناب موکرجي د ۲۰۱۲ له جولای میاشتې د ۲۰۱۷ کال تر جولای میاشتې پورې د هند ولسمشر پاته شوی.