د ملګرو ملتونو د امنیت شورا د پنجشنبې په ورځ (د سپټمبر په درېیمه) د افغانستان پر وضعیت غونډه کوي.
د امنیت شورا غونډې ته به د یوناما څلور میاشتنی راپور وړاندې شي.
په کابل کې د ملګرو ملتونو د مرستندویه دفتر، یوناما پر وېبپاڼه دا راپور په بشپړ ډول خپور شوی دی.
یوناما ویلي چې د افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو د عمومي منشي ځانګړې استازې، دیبورا لاينز به د امنیت شورا ته د افغانستان د وضعیت په اړه خبرې وکړي.
راپور د (پر نړیواله سوله او امنیت د افغانستان د وضعیت اغېز) تر سرلیک لاندې جوړ شوی دی.