نن یکشنبه د اګست ۳۰مه، د محرمالحرام د میاشتې لسمه او د عاشورا ورځ ده.
د عاشورا مراسم تقریبا په ټولو اسلامي هېوادونو کې خو له نسبي توپیر سره جوړېږي.
سږکال په افغانستان کې د عاشورا مراسم د امنیتي ستونزو او د کرونا وبا له ډار سره یوځاي دي.
د کورنیو چارو وزارت، دفاع وزارت او ملي امنیت ریاست ۴۰۰۰ کسان سږکال یوازې په کابل کې نن عاشورا د مراسمو د امنیت لپاره ګومارل شوي دي.
دا خبره په کابل کې د دیني مراسمو د امنیتي چارو د هماهنګۍ د عالي کمېسیون مشر، محمد اسلم شیوا بېګا ازادي راډیو ته وکړه.

افغان امینتي ځواکونه
هغه وویل: "چې د حکومتي ځواکونو ترڅنګ به لس زره ولسي رضاکاران چې د دوي کمېسیون را غونډ کړي د عاشورا د مراسمو د امنیت او تنظیم لپاره له امنیتي ځواکونو سره همکار وي.
اسلم شیوا وویل: "دا لس زره ولسي وګړي به د امنیتي ځواکونو ترڅنګ د تلاشي، ګزمې او ادارې په برخه کې همکاري کوي. د کابل ښار په اتلسو امنیتي حوزو کې به ولاړ وي، موږ په مخکې کلونو کې د عاشورا مراسم په شکوه ترسره کړل، سږکال هم دا امید لرو."
د محمد اسلم شیوا په وینا، څلور کاله مخکې په کابل او نورو ولایتونو کې د شیعه ګانو پر مذهبي مراسمو د حملو تر زیاتېدو وروسته، پرېکړه وشوه چې د دیني مراسمو د امنیتي چارو د هماهنګۍ عالي کمېسیون جوړ شي.
په کمېسیون کې د کابل د ۵۰۴ جوماتونو استازي غړي دي.
محمد اسلم شیوا وويل، د کمېسون یو اساسي کار د دیني مراسمو مخصوصاً د شیعه ګانو د تنظیم او امنیت لپاره د حکومتي ادارو او خلکو د ارتباط ټینګول دی.
د ازادې اروپا او ازادي راډیو د خبرونو د مرکز په حواله په افغانستان کې د درې میلیون په شااوخوا کې شیعه ګان ژوند کوي چې زیات هزاره ګان دي.
په افغانستان کې د طالبانو د رژیم تر سقوط وروسته د عاشورا پر مراسمو لومړۍ خونړۍ حمله په ۲۰۱۱ میلادي کال کې د کابل کې د مرادخاني په سیمه کې د ابوالفضل په زیارت کې وشوه.

د طالبانو بیرغ
په هغه حمله کې تر ۲۰۰ زیات وګړي ووژل شوي او ټپیان شوي وو.
په افغانستان کې د شیعه ګانو پر مراسمو او استوګنو سیمو د ډېرو حملو مسئولیت داعش اخیستی دی.