د بلاروس په پلازمېنه مېنسک کې پولیسو پرون د دې ښار له مرکزه، د خپلواکۍ له میدان څخه د شااوخو زرو اعتراض کوونکو د تیت و پرک کولو په ځپونکو عملیاتو کې لږترلږه ۲۰ معترضان ونیول.
دا په مېنسک کې د ولسمشرۍ د لانجمنو انتخاباتو په وړاندې پرلهپسې د ۱۸مې ورځې اعتراض و.
اعتراض کوونکي د ولسمشر الکساندر لوکاشینکا د استعفا او د انتخاباتو د بیا ترسره کېدو غوښتنه کوي.
د مظاهره کوونکو دغه نوې ځپنه داسې مهال ترسره کېږي چې ټاکل شوې نن د اروپایي هېوادونو د بهرنیو چارو وزیران په جرمني کې دوه ورځنۍ غونډه پیل کړي.
په دې غونډه کې به د بلاروس د رژیم په نږدې ۲۰ چارواکو د بندیزونو پر لګولو بحث وشي.
د جرمني د بهرنیو چارو وزیر هایکو ماس پرون د بلاروس چارواکي له بشري حقونو او ډیموکراتیکو اساسي اصولو څخه په جدي سرغړونه تورن کړل او زیاتهیې کړه چې دغه سرغړونه به بېځوابه پاتې نهشي.