بیلاروس کې د ټاکنیز بحران دوام؛ امریکا یې د حل هڅې پیل کړي

د بیلاروس د اپوزیسیون مشره سویتلانا څیخانووسکایا

ټاکل شوې چې د بیلاروس د اپوزیسیون یوه مخکښه څېره چې د ولسمشرۍ له لانجمنو ټاکنو وروسته لیتوانیا ته تښتېدلې، نن د امریکا له یوه جګپوړي ډیپلومات سره وګوري او په بیلاروس کې پرروان وضعیت ورسره خبرې وکړي.

د بیلاروس د اپوزیسیون مشره سویتلانا څیخانووسکایا به نن په لیتوانیا کې د امریکا د بهرنیو چارو له مرستیال وزیرسټیفن بیګن سره وګوري او د ولسشمرۍ د لانجمنونو ټاکنو چې په بیلاروس کې یې پراخ لاریونونه راپارولي، د سوله ییز هواري پرلارو چارو خبرې وکړي.

دغه کتنه یوه ورځ وروسته تردې ترسره کېږي چې د بیلاروس په پلازمېنه مینسک کې د ولسمشر الکساندر لوکاشینکا د بیا ټاکل کېدو پرضد په یوه پراخ لاریون کې له سلوزرو زیات اعتراض کونکي واټونو ته راوتلي وو.

دغه لاریونونه په مینسک کې د سختو امنیتي تدابیرو په ترڅ کې چې هدف یې د اعتراض کونکو ځپل دي او د پوځ د تازه خبرداریو سره سره، وشوې.

د بیلاروس د کورنیو چارو وزیر وویل، هېڅوک نه دي نیول شوي.

دا د دې ښکارندوي کوي چې حکومت د اعتراض کونکو پر ضد له هغه تاوتریخوالي چې په نتیجه کې یې د اګست له نهمې د ولسمشرۍ د ترسره شویو ټاکنو راهیسې په زرګونو کسان نیول شوي او لږترلږه درې تنه وژل شوي، لاس اخیستی دی.

اعتراض کونکي تېر ماښام پرته له دې چې د بلوا ضد پولیسو سره په اخ وډب کې ښکېل شي، تیت وپرک شول.

دا د بیلاروس د پلازمېنې په مرکزي برخه کې د هغه اعتراض چې د نوي بیلاروس مارش نوم ورکړل شوی، پرله پسې پنځلسمه ورځ وه.

Your browser doesn’t support HTML5

Massive March In Belarus Challenges Lukashenka

اعتراض کونکي له قدرته د لوکاشینکا د لیرې کېدو او د ختیځې اروپا په دې نهه نیم میلیون نفوس لرونکي هېواد کې د نویو ټاکنو د ترسره کېدو غوښتنه کوي.

پرون چې اعتراض تر ډېره پای ته رسېدلی و، په تلګرام کې په یوه خپره شوې ویډیو کې لوکاشینکا ښکاري چې په یوه هلیکپټره کې سپورد ښار د پاسه الوتنه کوي.

هغه چې د مرمۍ ضد واسکټ یې اغوستی او توپک یې په لاس کې و، د جمهوري ریاست په ماڼۍ کې له هیلکپټرې د راکوځېدو په وخت کې وایي چې لکه د موږکانو په څېر چې مقصد یې اعتراض کونکي و، وتښتېدل.

لوکاشینکو له ۲۶ کلونو راهیسې د دې هېواد واګې په لاس کې لري.

هغه پوځ ته امر کړی چې د جنګ لپاره بشپړ د تیارسۍ په حال کې اوسي.

په دې توګه د دې احتمال زیاتوي چې ښایي پوځ به له واټونو د دغه بې ساري اعتراضونو د ختمولو لپاره خونړی اقدام وکړي.

سویتلانا څیخانووسکایا چې ادعاکوي په ترسره شویو ټاکنو کې یې د ۶۰ او ۷۰ فیصدو ترمنځ رایې ګټلي، وایي چې د بیلاروس خلک باید د خپلو حقونو لپاره مبارزه وکړي او د لوکاشینکا پرهغې وینا چې ویلي یې دي، بیلاروس ته پوځي ګواښ متوجه دی، ونه غولېږي.

څیخانوسکایا چې له ټاکنو وروسته لیتوانیا ته تښتېدلې، نن د امریکا د بهرنیو چارو له مرستیال وزیرسټیف بیګن سره داسې مهال ګوري چې متحده ایالاتو او اروپایي ټولنې ډیپلوماتیکې هڅې زیاتې کړي چې دغه بحران پای ته ورسوي.

د لیتوانیا د بهرنیو چارو وزارت وویل چې د امریکا د بهرنیو چارو مرستیال وزیر به دغه راز د لیتوانیا د دفاع او بهرنیو چارو له وزیرانو سره هم وګوري او پر دوه اړخیزو اړیکو او دفاعي موضوعاتو سربېره به د بیلاروس پرروان وضعیت هم خبرې وکړې.

بیګن به د روانې اونۍ په وروستیو کې روسیې او اوکراین ته هم ولاړ شي.

د روسیې د ریا نووستي خبري آژانس پرون د روسیې د بهرنیو چارو د وزیرسرګې لاوروف له قوله راپور ورکړ چې له بیلاروسه وتلي د اپوزیسیون مشران یې تورن کړل چې وینې تویېدو ته لمن وهي.

لاوروف ویلي چې مسکو په بیلاروس کې د یوه پراخ او ریښیتني ملي ډیالوګ غوښتونکی دی او روسیه به هره هغه پرېکړه چې د دغه ډیالوګ په ترڅ کې د دې هېواد د چارواکو او اپوزیسیون ترمنځ کېږي، ومني.