افغانستان ته د انګور اډې، خرلاچي او غلام خان بندر لارې خلاصې شوې

ارشیف

د افغانستان او پاکستان د سوداګرۍ ګډې خونې د پاکستان له هغه اقدامه هرکلی کړی چې د انګور اډې، خرلاچي او غلام خان بندرونو له لارې یې د ټرانزیت اجازه ورکړې ده.

په کابل کې د افغانستان-پاکستان د سوداګرۍ د ګډې خونې مشر خان جان الکوزي یکشنبه ازادي راډیو ته وویل: "اوس چې صادق خان کومې خبرې کړي چې دوی به ټرانزيتي مالونو ته هم اجازه ورکړي په دغو لارو باندې نو دا به زموږ لپاره خصوصاً د تورخم لپاره ښه بدیل وي ځکه تورخم کې ځای کم دی. غرونه دي، نو اوسنی کار به ډېر سهولت راولي."

د افغانستان لپاره د پاکستان د صدراعظم خاص استازي محمد صادق وړمه ورځ په خپل ټویټر خبر ورکړ چې په تورخم د ګڼې ګوڼې د کمولو لپاره ټرانزيت غلام خان، خرلاچي او انګور اډې ته اړول شوی.

اخوا په پاکستان کې د سوداګرۍ د ګډې خونې مشر ضیا سرحدي وایي د پاکستان په نوي اقدام سره به زرګونه هغه موټر افغانستان ته د تګ اجازه پیدا کړي چې له ډېر وخت د کرونا ویروس د محدودیت په خاطر ایسار ولاړ وو.