د بلاروس د اپوزېسیون یوې مشرې سویتلانا څیخانووسکایا د اروپایي ټولنې له مشرانو وغوښتل چې د دې هېواد د بیدارۍ ملاتړ او د بلاروس د خلکو د انتخاب درناوی وکړي.
په دې هېواد کې د اګسټ له نهمې، د ولسمشرۍ د ترسره شویو انتخاباتو راهیسې چې په نتیجه کې یې الکساندر لوکاشینکا د شپږم ځل لپاره ولسمشر اعلان شوی، پراخ اعتراضونه روان دي.
د اروپایي ټولنې له مشرانو څیخانووسکایا دغه غوښتنه داسې مهال کوي چې په پام کې ده دوی نن په یوه بېړنۍ غونډه کې چې انلاین کېږي، د بلاروس پر سیاسي وضعیت خبرې وکړي.
دغه غونډه داسې مهال کېږي چې د بلاروس اپوزېسیون د واک د انتقال لپاره د همغږۍ یوې شورا د جوړولو هڅه کوي.
اروپایي ټولنه د بلاروس روان وضعیت چې ورځ تر بلې د دې هېواد پر ولسمشر الکساندر لوکاشینکا فشارونه په زیاتېدو دي، له نږدې څاري.
معترضان د هغه د استعفا ترڅنګ د بیا انتخاباتو د ترسره کېدو غوښتنه کوي.
څیخانووسکایا چې انتخاباتي کمپاینونو تهیې لسګونه زره کسان راټولېدل، ادعا کړې چې په حقیقت کې په سلو کې د ۶۰ او ۷۰ ترمنځ رایې دې ګټلې دي.