د اروپایي ټولنې مشران نن په یوه بېړنۍ غونډه کې چې انلاین کېږي، د بلاروس پر سیاسي وضعیت خبرې کوي.
دغه غونډه داسې مهال کېږي چې د بلاروس اپوزېسیون د واک د انتقال لپاره د همغږۍ یوې شورا د جوړولو هڅه کوي.
اروپایي ټولنه د بلاروس روان وضعیت چې ورځ تر بلې د دې هېواد پر ولسمشر الکساندر لوکاشینکا فشارونه په زیاتېدو دي، له نږدې څاري.
نوموړی د اګسټ په نهمه د ولسمشرۍ د لانجمنو انتخاباتو په نتیجه کې د شپږمې دورې لپاره بیا ولسمشر غوره شوی، خو ډېر لوري دغه انتخابات له درغلۍ ډک بولي او د هغه د استعفا ترڅنګ د بیا انتخاباتو د ترسره کېدو غوښتنه کوي.
له هغه مهال راهیسې په دې هېواد کې پراخې مظاهرې پیل شوې دي.
د اروپایي شورا مشر چارلز میشل چې دوه ورځې وړاندې یې د دغې غونډې د جوړېدو اعلان وکړ وایي، د بلاروس خلک حق لري چې خپله راتلونکې او په ازاده توګه خپل مشر وټاکي.
هغه د اعتراض کوونکو په وړاندې تاوتریخوالی د نهمنلو وړ وباله.
میشل همدا شان پرون د ټیلیفون له لارې د روسیې له ولسمشر ولادیمیر پوتین سره خبرې وکړې او د بلاروس د ولسمشرۍ په انتخاباتو کې د بېنظمیو او د معترضانو په وړاندې د ځپونکو اقداماتو په اړهیې اندېښنه ښکاره کړه.
دواړو مشرانو پر دې سلا وکړه چې په بلاروس کې د روان بحران د سولهییز هواري لپاره تر ټولو غوره لاره خپلمنځي ډیالوګ دی.