بلاروس کې د ولسمشریزو ټاکنو لومړنۍ رسمي پایلې ښيي چې الکساندر لوکاشینکا د څه باندې ۸۰ فیصده رایو په ګټلو بیا بریالی شوی دی.
د بلاروس د انتخاباتو مرکزي کمېسیون ویلي، د ولسمشر لوکاشینکا اصلي سیالې سویتلانا تیخانوفسکایا یوازې ۱۰ سلنه رایې ګټلي.
په بلاروس کې پرون د اګسټ په نهمه ولسمشریزې ټاکنې وشوې.
د لوکاشینکا یوه مهمه ټاکنیزه سیاله سویتلانا تیخانوفسکایا چې د کمپاینونو پر مهالیې د لسګونه زره کسانو ملاتړ خپل کړی و، د ټاکنو مرکزي کمېسیون لهخوا اعلان شوې لومړنۍ پایلې نهمني.
تیخانوفسکایا نن په پلازمېنه مېنسک کې ویلي، "زه ځان د ولسمشریزو ټاکنو ګټونکې بولم".
مېرمن تیخانوفسکایا ویلي، د دې نظر په هغو واقعیتونو ولاړ دی چې د رأی ورکونې له ډېرو مرکزونو ترلاسه شوي دي.
سویتلانا تیخانوفسکایا
دې ویلي، هغه لومړنۍ پایلې چې نن د ټاکنو مرکزي کمېسیون اعلان کړې، له درغلیو ډکې دي.
ټاکنو کمېسیون بلاروس کې د رایو لومړنۍ پایلې داسې مهال اعلان کړې چې تېره شپه د پولیسو او زرګونه اعتراض کوونکو ترمنځ اخوډب او تاوتریخولی وشو.
اعتراض کوونکي وایي، له صندقونو را ایستل شوې رایې له هغو شمېرو سره سمې نهدي چې اوس اعلان شوي دي.
هلته د بشري حقونو یوې ډلې ویلي، تېره شپه یو اعتراض کوونکی هم وژل شوی دی، خو د بلاروس د کورنیو چارو وزارت یوه چارواکي ویلي، دوی د وژنې پیښه نهلري.
په مېنسک کې د ویاسنا په نوم د بشري حقونو دې ډلې ویلي، مظاهره کوونکی د پولیسو په موټر وهل شوی او د سر د ټپ له کبلهیې ساه ورکړې ده.
بلاروس کې د پولیسو یو لارۍ موټر د یوه اعتراض کوونکي د وهلو پر مهال
دغې ډلې ویلي، لسګونه نور اعتراض کوونکي ټپيان شوي هم دي.
پولیسو هلته د مظاهرهچیانو د تیت او پرک کولو لپاره بېحسه کوونکي لاسي بمونه، ربړي ګولۍ او اوښکې بهونکی ګاز کارولی دی.
د لوکاشینکا ټاکنیزې سیالې تیخانوفسکایا ویلي، که د اعتراض کوونکي وژل رښتیا وي، دا د لوکاشینکا د حکومت د پای ته رسولو د پیل په معنی دی.
د بلاروس د کورنیو چارو وزارت ویاند خبریالانو ته ویلي، ټوله کې ۳ زره کسان نیول شوي چې زر یې په پلازمېنه مېنسک کې دي.
دغه چارواکي ویلي، د اعتراضونو پر مهال ۵۰ ملکیان او د قانون ۳۹ نافذوونکي ځواکونه ټپيان شوي دي.
بلاروس کې د ټاکنو مرکزي کمېسیون ویلي، د پرونیو ټاکنو څه باندې ۸۰ فیصده رایې الکساندر لوکاشینکا، نږدې ۱۰ فیصده تیخانوفسکایا او درې نورو مخالفو کاندیدانو نږدې دوه دوه فیصده رایې ګټلې دي.
اورزلا فن دیرلاین
د اروپایي کمیسیون مشرې اورزولا فن دیر لاین په بلاروس کې شوی تاوتریخوالی غندلی او هلتهیې له حکومته غوښتي چې رایې سمې وشمېري او پایلهیې اعلان کړي.
بلاروس کې د ټاکنو پایلې لانجمنې شوي، خو د روسیې او قزاقستان مشرانو لوکاشینکا ته د مبارکۍ پيغامونه لېږلي دي.