هغه مور چې په یوه ځانمرګي برید کې يې درې زامن وژل شوي او یو ټپي شوی، وايي په افغانستان کې تر بل هر څه سولې ته زیاته اړتیا ده.
دا ښځه وايي چې دا او کورنۍ يې ځکه د سولې پلوي کوي چې نهغواړي نور خلک د دوی غوندې برخلیک سره مخامخ شي.
۴۸ کلنې مریم پر ځان شنه چادري تاو کړې ده. د کور په انګړ کې پر کټ ناسته ده او شااوخوا ورته د درې وژل شویو زامنو اته اولادونه ناست دي. د کور په یوه څنډه کې يې له یوې خټینې کوټنۍ د اور لوګی راوځي.
مریم وايې، د درې زامنو د مړینې غږ ورباندې قیامت جوړ کړ، ځمکه او اسمانيې نهپېژندل.
مریم وايي: "داسې غږ راباندې وشو، بس د قیامت ورځ وه تېره شوه. الله دې تاسې او ټول مسلمانان ترې وساتي او په موږ دې الله اسانه کړي. په غوږونو کې مې غرار و. ځمکه او اسمان مې نهپېژندل. په سترګو مې تور تم و. په دې نهپوهېدم چې شپه ده او که ورځ."
د مریم په خبره چې څلور ځوان زامن بهیې هر سهار له کوره یوځای وتل. یوهیې ښوونځی وایی او درېیو نورو يې د شهیدانو بڼ مخې ته پکوړې، چپس او سوپ پلورل. هر ماښام بهیې یو څه کور ته راوړل. ژوند يې جوړ و او خپل ماشومان پرې راټول و."
د ۲۰۱۶م کال د فبرورۍ په ۲۷مه نېټه هم د مریم درې زامن لکه هره ورځ د خپل کار پر لور له کوره ووتل. سهار نهه بجې وې چې د کونړ د مرکز اسعداباد ولایت له ودانۍ سره د شهیدانو بڼ کې چاودنه وشوه او د مریم د درېیو زامنو احسانالله، حبیبالله او روحالله په ګډون ۱۶ کسان ووژل شول او ۴۰ نور پهکې ټپیان شول. د مریم څلورم زوی جعفر په دې پېښه کې ټپي شوی وو.
مریم وايي، دوی د ځوانو بچو غم او د کونډو او یتیمانو پاتې کېدلو زور او ویر لیدلی او نهغواړي چې نورې میندې، بچي او مېرمنې د دوی غوندې له برخلیک سره مخامخ شي، نو ځکه سوله غواړي.
هغې زیاته کړه: "چې سوله وشي ښه به وي. موږ په سوله خوشحالېږو. که جنګ وي، زموږ په څېر به نورې کورنۍ هم د غم په ټغر کېني. هغوی هم خفه کېږي. په موږ خو هسې هم راغلې ده. نور دې الله د دې بد حالت نه وساتي."
د مریم سړی ۵۲ کلن محمد عظیم د خپلو وژل شویو زامنو په یاد کې اوښکې تويوي او وايي، اولادونهيې په دې هيله لوی کړل او ودونهيې ورته وکړل چې هغوی خوشحاله ژوند ولري او هیلې یې پوره شي، خو ځانمرګي برید د ده او هغوی ټول ارمانونه خاورې کړل. دی اړ شوی چې په یوازې سر د ژوند ټول بار پر خپلو ناتوانه اوږو یوسي.
ده وویل: "پر موږ سخته ځکه ده چې سپین ږېری یم، د مزدورۍ نهیم. یو زوی مې معلول دی، لاسيې کار نهکوي. نور کاروبار هم نهشو کولای. دومره پیسې هم نهلرو چې پرې بېل کار وکړو. غریبي ده سختي راباندې ډېره ده. بس الله ته مو صبر دی."
د محمد عظیم کور د مرورې ولسوالۍ کې د لمر خاته لور ته پر یوه سپېره او تېږلنې غونډۍ اباد دی. د کور مخې ته په یوه بله خاورینه غونډۍ کې يې درې زامن خښ دي. مور يې هر سهار زیارت ته ورځي او پر قبرونو يې اوښکې تویوي.
دا یوازې د مریم او محمد عظیم کورنۍ نهده چې په ځانمرګي برید کې يې خپل درې ځوان زامن وژل شوي. د هېواد په هره برخه کې داسې ډېرې کورنۍ شته چې په بېلابېلو پېښو کې يې د کورنۍ غړي وژل شوي.